د مسلمانو علماو نړیواله ټولنه: "د طالبانو مشر مو له پلاوي سره له کتنې بښنه غوښتې"

د مسلمانو علماو نړیواله ټولنې په خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جګپوړو ديني عالمانو له پلاوی سره له لېدنې د اوس لپاره بښنه غوښتې.
ددې نړیوال اتحاد یا ټولنې عمومي منشي شیخ ډاکټر علي القره داغي په دې اړه ویلي چې د دوی پلاوی "د اسلامي او ورورولۍ اړیکو د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته تللی ."
د نوموړي وینا د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد د پلاوي دغه سفر مخکې له دې چې "طالبان په ښځو او نجونو د زدکړو او کار بندیز ولګوي" پلان کړی وو.
ښاغلی القره داغي وایې د جګپوړو علماوو دغه پلاوی کندهار ته روان وو چې د طالبانو له "امیر" یا مشر هبت الله اخوندزاده سره وګوري او په مهمو مسایلو ورسره سلا مشورې وکړي.
د هغه وینا "مسلمانان ټول د یوه بدن په څېر دي او علما هم چې د پيغمبرانو وارثان بلل کیږي، د امت مسایلو ته رسېدنه په ځانګړي توګه د "افغانستان بریالیتوب" خپل شرعي مسئولیت ګڼي، او دا د وخت مهم دنده بولي."
د ښاغلي القره داغي په بیان کې دارنګه راغلي چې ټوله نړۍ په افغانستان کې د نوي اسلامي نظام تجربه له نږدې څاري.
د هغه وینا " افغانستان کې د مسلمانانو هېلې په یوه پیاوړي، عادل، متمدن او د مشورې په اصل ولاړ حکومت پورې تړلي، چې په مهربانۍ او داسې انساني حقونو او کرامت ولاړ وي د ښځو او نر حقونه پکې شامل وي."
په وینا پاڼه کې دا هم ویل شوي چې که "خدای مه کړه" دغه تجربه د اسلام د واقعي انځور په وړاندې کولو کې چې په عدالت او مهربانۍ ولاړ دی او "د حکومت کولو یوازینی سیستم دی" ناکام شي، د دوی په وینا بیا به "د اسلام دښمنان" په دې زمانه کې د اسلام د اعتبار په اړه شک پیدا کړي.
د عالمانو دغه ټولنه وايي، له وړاندې "داعش او القاعدې" په خپلو کړنو اسلام ته زیان رسول دی.

د عکس سرچینه، IUMS
د مسلمانو علماو دغه نړیوال اتحاد وایې، پلاوي همدارنګه غوښتل چې د ځینو مشرانو ترمنځ، ځینې ممکنه درزونه یا اختلاف هم لېرې کړي.
دوی وایې د پلاوي بله موخه دا وه چې د افغان ولس د هوساینې په پام کې نیولو سربیره د امارت په مخ د اسلامي هېوادونو او نړیوالو دروازې پرانیزي چې له هغوی سره د پوهنې او نورو برخو کې اړینې مرستې وشي.
طالبانو تر اوسه د مسلمانو علماو نړیوال اتحاد ددې خبرو په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په خواله رسنیو کې له دغې موضوع خبر شوي او وايي "مالومات یې کوي."
د مسلمانو علماو نړیوال اتحاد وایې د طالبانو د مشر معذرت مني، خو د ټولنې دروازې یې د ټولو مسلمانانو پر مخ پرانیستې دي.
د مسلمانو علماو نړیوال اتحاد خپلواکه ټولنه ده چې په ۲۰۰۴ م کال کې جوړه شوه او موخه یې هم په یوه غولي د اسلامي هېواونو د علماوو راټولول بلل شوي.
د اسلامي نړۍ پېژندل شوی مصری دیني عالم ډاکټر یوسف قرضاوي یې بنسټګر دی او د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د نوموړي له مړېنې وروسته یې مشري د اندونیزیا هېواد دیني عالم ډاکټر حبيب سالم الجفري ته سپارل شوې.



















