تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین جګړه؛ د روسیې پر هوايي اډې برید کې درې کسان وژل شوي
مسکو وايي، د روسیې په سویل کې یې پر یوې هوايي اډې د اوکرایین بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې درې کسان یې وژلي دي.
د رپوټونو له مخې، د روسیې هوايي دفاع دغه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې خو چرې یې د تلفاتو د رامنځته کېدو لامل شوي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې روسیې پر اوکرایین د ورته برید تور پورې کړی و چې، د دغه هېواد پر هوايي اډې چې بمب غورځوونکې الوتکې پکې ځای پر ځای شوي برید کړی دی.
دغه هوايې اډه د اوکرایین په شمال ختیځه برخه کې د شاوخوا ۳۱۰ میله په واټن پرته ده.
اوکراییني پوځ په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوشنبې پر ورځ په ځايي وخت د شپې ۱:۳۵ یې د اوکرایین یوه بې پیلوټه الوتکه ویشلې ده.
یاد وزارت د درېیو روسي پوځیانو وژل تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې د بې پیلوټه الوتکې د نسکوېدو په پایله کې د الوتکې په چرو سخت ټپیان شوي او مړه شوي دي.
د ساراتوف والي رومن بوسارګین د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې"د انګز ښارګوټي کې دننه د اوسیدونکو لپاره هېڅ ډول ګواښ نشته."
مسکو له دې وړاندې هم ویلی و چې د ډسمبر په پنځمه په هوايي ډګر او د ریازان په سیمه کې په یوه بله هوايي اډه کې د بې پیلوټه الوتکې د غورځېدو له امله درې روسي سرتیري په چرو ټپیان شوي او وژل شوي وو.
روسیې پر اوکرایین د بریدونو له پیل راهیسې له همدې انګلز هوايي اډې کار اخیست.
وروستیو کې اوکرایین پر روسیې بریدونه زیاته کړي، اوکرایین او لیدیځ کې یو شمېر نظامي کارپوهانو دغه بریدونه د روسیې لپاره شرم وړ بللي دي.