افغان محصولاتو د هند په یوه نندارتون کې د سرو زرو مډال ګټلی

د خپرېدو وخت

نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وايي د "واړه هند" په نامه له کرونايي بندیزونو وروسته دغه هېواد کې تر ټولو لوی نندارتون چې میلیونونو کسانو په کې ګډون کړی و افغان توکو د ۱۷ هېوادونو له منځه لومړی مقام او د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د افغان سفارت ویناپاڼه کې راغلي، دغه نندارتون کې افغان سوداګرو ته ۲۲ ننداریزې خونې ورکړل شوې وې چې پکې، وچه مېوه، غالۍ، زعفران، شات، مرمرین توکي او نور افغان محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو.

د ۱۵ ورځني نندارتون پای کې د سوداګریزو چارو پوهانو، پوهنتوني استادانو او د نندارتون سمبالګرو له ارزونې وروسته افغانستان د لومړي مقام او سرو زرو د مډال وړ اعلان کړ.

مډال نوي ډیلي کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت له مودې پاتې سفیر فرید ماموندزي ته چې اوس هم د سفارت چارې سمبالوي سپارل شوی.

د سفارت وینا پاڼې د ښاغلي ماموندزي له نکله لیکلي، له دا ډول تجربو په ګټه اخیستنه یې هڅه دا ده چې افغان توکي د سیمې په کچه بازار ومومي، او دا چې هند د نړۍ بازارونو ته د افغانستان لپاره د وصل مهمه سیمه بللی شي.

هند د افغان توکو د پلور لپاره تر ټولو ښه مارکېټ یادېږي، د کابل او ډیلي ترمنځ سوداګري په تېرو کلونو کې یونیم میلیارد ډالرو ته رسېده خو پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته دغه کچه څو سلنه ټیټه شوې وه، تازه د افغانستان سفارت رسنیزې څانګې بي بي سي پښتو ته ویلي له افغانستان هند ته د صاداراتو کچه پورته شوې او د تازه او وچې مېوې لپاره د بازار حالت ښه لور ته بدلون کړی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې وروستیو کې ویلي وو، د دوی حکومت د یوه تړون له مخې هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو هڅې کوي.

ښاغلي جواد د دغو هڅو لړ کې د هوايي دهلیز بیا پرانیسته مهم چاره یاده کړې وه "په دې وروستیو کې له هند سره یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې موږ کولی شو د هوايي دهلیز له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړو. له مختلفو لارو ان شاءالله له هندوستان سره زموږ سوداګري دوام لري او هڅه مو داده چې سږ کال د تېر هغه پرتله هند ته زموږ سوداګري او د سوداګریزو توکو صادارات ډېر شي."

طالب چارواکي وايي تېر یوه کال کې ۳۰ زره ټنه هنجه او لاسي صنایع له افغانستانه هند ته لېږدېدلي دي.

د افغان توکو بهر ته د لېږلو یوه بل پرمختګ کې د افغانستان له شمالي ښار مزار شریفه رپوټونه وايي یوه خصوصي شرکت قزاقستان ته د بسکټو د لېږد بهیر پیل کړی. د دغه شرکت مشر الله شکور قناعت بخش د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر ته ویلي په لومړي پړاو کې یې څلور ټنه افغان بسکټ قزاقستان ته لېږلي.

بلخ کې د سوداګرۍ خونې دا بهر ته د صادراتو په برخه کې یو رغنیز ګام بللی.

تېره اوونۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي و، اروپا ته یې دوه سوه ټنه وچه مېوه صادره کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي سملاسي دغه هېواد د لومړنیو توکو له کمي سره مخ دی.

له (نړیوال بانکي نظام/سویف) له لوري له افغانستانه غړیتوب اخستل او د طالبانو پر حکومت نړیوال بندیزونه د افغانستان پر سوداګرۍ او صنعت مخامخ اغېز پرایستی. افغان سوداګر وايي په خورا سختو حالاتو کې پر شخصي اړیکو له بهرنیو سوداګریزو بنسټونو او نړیوالو بازارونو سره لار جوړوي، خو لا هم له ډیرو اسانیو په څنډه دي.

د طالبانو حکومت په وار وار له بهرنیو سوداګرو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي او د دغه هېواد د صنعت غوړېدا کې ونډه واخلي.