تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوناما وايي، طالبانو سره د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو د نیول کېدو په اړه په اړیکه کې دي
وروسته له هغه چې په کابل کې یوه ډله ښځو پرون وویل، طالبانو یې یو همکاره او څو همکاران نیولي، یوناما ویلي له طالبانو سره په اړیکه کې دي.
یوناما وايي، د ظریفې یعقوبي او د هغې د نیول شویو څلورو نارینه همکارانو د وضعیت په اړه یې طالبان ورښکېل کړي او ورسره په اړیکه کې دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، "دا د ټولو افغانانو بنسټيز حق دی چې پرته له کومې وېرې او توقیف سوله ييزه غونډه وکړي، د بیان ازادي ولري او خپل نظر څرګند کړي".
د یادولو ده چې پرون پنجشبه په کابل کې د ښځو یوې ډلې وویل چې د طالبانو اړوند کسانو يې یوه همکاره او څو همکاران د یوې غونډې پر مهال له تالاره ایستلي او له ځانه سره بېولي دي.
"د برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ" په نوم د ښځو دا ډله وايي چې د خپل موجودیت اعلانولو په موخه یې د کابل لویديځ دشت برچي سيمې په یوه مارکيټ کې خبري غونډه جوړه کړې وه چې د طالبانو له مخالفت سره مخ شوه.
د دغه غورځنګ يوې غړې رقیې ساعي بي بي سي ته ویلي، چې دوی وار له مخه له طالب مسولانو سره خبره شریکه کړې او غونډه پيل کړې وه خو د کنفرانس تر پای ته رسېدو مخکې یې تالار ته ښځينه پولیس ورننوتلې.
اغلې ساعي وايي، "په سر کې يې غونډې ته نه پرېښودولو، خو موږ ټینګار وکړ چې مېلمانه او رسنۍ مو راغوښتې دي، نه یې شو ځنډولی. د غونډې په منځ کې څلور، پنځه مخ پټې ښځینه پولیسې راننوتلې، طالبان هم ورسره وو."
دا ښځې ادعا کوي چې وهل شوې او ټکول شوې هم دي او د دوی د یوې همکارې په ګډون یې څو نارینه همکاران هم طالبانو له ځانه سره بېولي دي.
رقيه ساعي زیاتوي، "دوی د ټولو په وهلو ټکولو پيل وکړ. چا سره چې ټلیفونونه ورسره وو، ترې وایې خیستل، موږ یې یوه یوه تلاشي کولو او بهر یې ایستلو. بیا یې ظریفه یعقوبي او څلور پنځه تنه نارینه همکاران یې له تالاره له ځانه سره بوتلل."
ظریفه یعقوبي د دغه غورځنګ مشره او د دې غونډې همغږې کوونکې وه.
داسې ښکاري چې په غونډه کې ځينې خبرې ښايي د دې مخالفت لامل شوې وي.
دغو ښځو چې بي بي سي ته کومه ویډيو لېږلې، ظریفه یعقوبي د غونډې پرېکړه لیک کې د طالبانو پر ځينو کړنو نیوکه کوي چې ګواکې ښځو باندې يې محدودیتونه وضعه کړي، د عصري زدکړو مخه نیسي او دیني مضمونونه یې په نصاب کې ډېر کړي او ګواکې په واکمنۍ کې يې یو خاص قوم د بریدونو هدف ګرځول شوی. همدا راز پر نړيوالو غږ کوي چې تر څو طالبان دغه محدودیتونه لرې او ښځو ته د کار او ازاد ژوند اجازه ورنه کړي، په رسميت دې يې نه پېژني او نه دې هم تعامل ورسره کوي.
طالبان څه وايي؟
د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومانداني وايي چې د اغلې یعقوبي او د هغې د نارینه همکارانو نیول د دوی اړوند پولیسو کار نه دی.
خو د دغه غورځنګ غړې يې د دوی کار بولي او د خپلو همکارانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.
له هغه راهیسې چې طالبان د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل پر ښځو یې بېلا بېل محدودیتونه وضعه کړل چې په کور د ننه او بهر له پراخ مخالفت او غبرګونونو سره مخ شول.
له هماغه راهیسې یې په ځلونو په مخالفت کې ورته اعتراضونه او لاریونونه هم شوي دي او ترې غوښتل شوي چې ښځو نه دې محدودیتونه لرې او د کار او زدکړو اجازه دې ورکړي.
خو طالبان وايي، چې ښځو ته یې اسلامي قانون سره سم ټول حقونه ورکړي دي او په دې اړه ځينو مخکېنيو لاریونونو کې یې ښځې یا له اعتراضه منع کړې او یا هم په هوايي ډزو ډار کړې او تیت و پرک کړې دي.