قطر امریکا ته د افغانانو د ایستلو بهیر دروي، امریکا بدیلې لارې ورته لټوي

افغانان قطر کې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

وروسته له دې چې قطر اعلان وکړ له افغانستانه، امریکا ته د ځینو افغانانو د اېستلو بهیر دروي، د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د بدیلې لارې پر موندلو کار کوي.

قطر هم چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه و، واک ته د دوی له رسېدو راهیسې د ډېرو هغو افغانانو کوربه هم دی چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د وتلو معیارونه بشپړ کړي.

قطر امریکا او اروپا ته د اېستل کېدونکو افغانانو په اصطلاح د خېز تخته ده، څه موده په کمپونو کې ساتل کېږي او بیا اصلي منزل ته لېږدول کېږي. خو اوس چې شل ورځې وروسته په کې د فیفا فوټبال نړیوال جام لوبې ترسره کېدونکې دي، امریکا ته یې ویلي چې له افغانستانه د وګړ-اېستلو بهیر دروي.

له دې بهیره د قطر لاس په سر کېدل د ډېرو هغو افغانانو سفر په میاشتو ځنډولی شي چې ټاکل شوې وه د دوحې په مرسته له افغانستانه ووځي. خو د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د بدیلې لارې پر موندلو کار کوي.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس خبرې ناستې ته وویل چې د بهیر روان ساتلو ته ژمن دي:

"موږ د قطر ملګرتیا ته د قدر په سترګه ګورو. موږ تر نړیوال جام وړاندې پر شونو لوژستیکي خنډونو خبرې کړي. موږ چمتو یو چې له اړتیا سره سم د بدیلو لارو چارو په مرسته دغې مهمې موخې کې خپل توان له لاسه ور نه کړو. همدا اوس له اصلي او نورو موقعیتونو زموږ الوتنې روانې دي. یوه له کابله هم ترسره شوې او موږ به پر خپلې خبرې ولاړ پاتې یو چې له افغانستانه وتونکو خلکو سره به هر هغه څه کوو چې بل-ځای مېشت-کېدنه کې ورسره مرسته کوي."

نېډ پرایس

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس خبرې ناستې ته ویلي چې د افغانانو د ایستلو بهیر روان ساتلو ته ژمن دي

په ورته وخت کې، د وګړ-اېستنې بهیر کې د غوراوي پر میکانیزم له لومړي سره نیوکې وې چې د ګډوډۍ او شخصي اړیکو له امله ګڼ ناوړه کسان بهر ته اېستل شوي.

په پرونۍ ناسته کې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند داسې یوې پوښتنې سره مخ شو چې ګواکې امریکا د ځینو افغانانو سره د نیمې لارې ملګرتیا کړې.

ښاغلی پرایس په خبري ناسته کې ډېر پر دې وننګول شو چې په وروستیو کې د امریکا له خوا روزل شویو افغان کوماندو پوځیانو ته روسیه بلنه ورکوي چې په اوکرایین کې ورته وجنګېږي او هغه ځکه چې د دغو پوځیانو په وینا امریکا دوی په میدان او طالبانو ته چې دوی ورسره جنګېدلي ول پرېښودل.

ښاغلي پرایس وویل، که څه هم دا رپوټونه نه شي تاییدولی او تصور نه شي کولی چې ولې دې یو څوک په یوه خپلواک هېواد، اوکرایین کې د ولسمشر پوتین جګړه مخته یوسي، خو دغه افغانان د اعلان شویو پروګرامونو له لارې کولی شي امریکا ته ولاړ شي:

"یوازې دا ویلی شم چې امریکا ته افغانانو د تللو لپاره ګڼې لار-لیکې شته. د SIV پروګرام هغو افغانانو ته ده دی چې په افغانستان کې د امریکا په شل کلنې پوځي ښکېلتیا کې یې ملګرتیا کړې، خو ورسره امریکا ته د کډوالۍ په اصطلاح د P1او P2 پروګرامونه هم شته چې راجع شوي وړ کسان باسي."

افغانان قطر کې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، قطر کې د فیفا فوټبال نړیوال جام لوبو پیلېدو ته شل ورځې وخت پاتې دی

وروسته له دې چې تېر کال طالبانو کابل ونیوه که څه هم د پېښ وضعیت لپاره چمتووالی نه و خو امریکا او ملګرو هېوادونو یې په بې ساري اقدام کې زرګونه افغانان خپلو هېوادونو ته واېستل.

له یوې خوا د لوېدیځو هېوادونو له خوا اعلان شویو ډلبنډیو کې د مستحقو افغانانو د منلو لپاره ګڼ پروګرامونه اعلان شوي چې ډېرو ته یې د لاسرسي لپاره افغان وګړي باید د پاکستان او ایران په ګډون درېم هېواد ته سفر وکړي. خو بل لور ته افغان پاسپورټ اخېستل کافي ستونزمن شوی او د ګاونډیو هېوادونو پر ویزو تجارت روان دی.

هاخوا کابو لس ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرمفتش په یوه رپوټ کې بربنډه کړه چې ۳۲۵۰۰۰ برېښنالیکونه چې په کې افغانانو د وګړ اېستلو بهیر کې د شاملولو غوښتنه په کې کړې وه، اصلاً پرانیستل شوي هم نه دي.