د پولیو نړیواله ورځ؛ "افغانستان تر بل هر وخت د پولیو له منځه وړو ته نږدې شوی"

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پولیو نړیوالې ورځې په درشل کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان د پولیو د له منځه وړو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او له پولیو پاکېدو ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی دی.

دغه سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "په ۲۰۲۰ کې ۵۶ ماشومان د پولیو ویروس له کبله ګوزڼ وهلي وو. سږ کال دا پېښې تر نن نېټې پورې دوه دي. تر دې بل ښه فرصت هېڅ نه شته چې افغانستان له دغه ویروسه پاک شي."

دغه سازمان همدا راز ویلي، د ۲۰۲۱ نومبر راهیسې چې د پولیو واکسين د کمپاینونو لړۍ بیا پيل کړې، په تېرو پنځو کلونو کې تر بل هر وخت ډېرو افغان ماشومانو ته د واکسين ورکولو لار ورته برابره شوې ده.

د اکتوبر ۲۴ د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې په دغه هېواد کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي تر بل هر وخت ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال د دې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې لري چې کونړ او پکتیکا کې ثبت شوې دي.

"واکسیناتورانو سره مرسته وکړئ، خپل ماشومان واکسین کړئ"

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلی، "له نېکه مرغه دغه ورځ داسې وخت کې نمانځو چې د پولیو وژونکې ناروغۍ کچه تر بل هر وخت راټيټه شوې ده. له خلکو غواړم چې واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دې د پولیو واکسین ورکړي چې افغانستان د تل لپاره له دې بدمرغه ناروغۍ خلاص شي."

د یادولو ده چې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو ګوزن ناروغۍ د ورکولو په هڅه کې تېره اوونۍ هم د دغه هېواد په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې یو څلور ورځنۍ واکسین کمپاین ترسره شو.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې د ۲۲ ولایتونو په ۱۹۴ بېلابېلو ولسوالیو کې تر پنځه کلنۍ کمو شپږ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي.

دغه وزارت ویلي وو چې په یادو سیمو کې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر ډېر دی.

د پلازمېنې کابل په ګډون، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، روزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیا او پکتیکا هغه ولایتونه وو چې دغه کمپاین پکې ترسره کېده.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي پکې شته.

پولیو داسې ناروغي ده چې تر ډېره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان زیانموي او ځینې یې وژني هم. دا ناروغي درملنه نه لري او ترې د خونديتوب لار همدا واکسین ښودل کېږي او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې هڅې کوي.

ځينې کورنۍ واکسين ته د شک په سترګه ګوري، طالبان یې هم خلاف وو

په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې لا هم ګڼې داسې کورنۍ شته چې دې واکسین ته د شک په سترګه ګوري او خپل ماشومان نه واکسينوي.

په تېر کې پخپله طالبانو هم د دغه واکسین مخالفت کاوه او تر خپل واک لاندې سیمو کې به یې واکسيناتورانو ته د فعالیت او د پولیو واکسین د تطبیقولو اجازه نه ورکوله.

وخت نا وخت پر واکسیناتورانو بریدونو او په افغانستان کې نا امنۍ هم د پولیو ضد هڅې ټکنۍ کړې وې.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کې د پولیو یا ماشومانو ګوزڼ څلور او په ۲۰۲۰ کې ۵۴ مثبتې پېښې وې او په تېرو څو کلونو کې د ناامنیو له امله څه باندې ۳ میلیونه ماشومان له ګوزڼ واکسینه بې برخه شوي وو او له همدې امله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دې ناروغۍ تازه پېښې هم ثبت شوې دي.

اوس د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له کورنیو او سيمه ييزو مسولانو هیله کړې چې په دې ترڅ کې مرسته او همکاري ونه سپموي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې په ۱۹۹۰ کلونو کې د ټولې نړۍ په کچه د ورځې تر زرو ډېر ماشومان د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ یا پولیو سره مخ کېدل.

له همدې کبله یې په ۱۹۹۷ کې د پولیو پېښو د پېژندلو او ثبتولو سيسټم رامنځ ته کړ.

د دغه سازمان په خبره، اوس مهال په ټول افغانستان کې تر ۴۶ زره ډېر رضاکاران پخپلو سیمو کې له دې ویروس سره په مبارزه بوخت دي.