ټام وېسټ: افغانستان ته "نوې چاپ شوې افغانۍ" لېږدول کېږي

د عکس سرچینه، @US4AfghanPeace
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د امریکا مېشتو افغانانو یوې ټولنې ته په انلاین غونډه کې وویل چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي افغاني بانک نوټونه افغانستان ته ولېږدول شي.
په دغو تازه څرګندونو کې نوموړي زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه پولي معاملې ترسره شوي دي او په وینا یې دا په دې معنی ده چې د نوې چاپ شوې افغانۍ به د زړو شویو افغانیو پرځای بازار ته وړاندې کړای شي.
هغه په دې اړه جزییات ورنکړل چې نوې چاپ شوې پیسې به په دقیق ډول څه وخت بازار ته وړاندې شي، خو زیاته یې کړه له دې کاره ملاتړ کوي:
"زه ډېر خوښ یم چې ووایم په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې موږ بلاخره د دوو پولي معاملو نتیجه ولیدله، دا په دې معنی ده چې نوې چاپ شوې افغانۍ به د هغو بانک نوټونو ځای ونیسي چې له کاره لوېدلي. زه په دقیق ډول نه پوهېږم چې دغه نوټونه به کله افغانستان کې راښکاره شي، خو موږ به د مهمو راکړه ورکړو ملاتړ ته دوام ورکړو."
د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط راهیسې دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد ته نوي بانک نوټونه سپارل کیږي.
وړاندې افغان سوداګرو او مسؤلینو څو وارې د زړو افغانیو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.
معلومه نه ده چې د نویو چاپ شویو افغانیو لګښت د افغانستان بانک له خپلې بودیجې پرې کوي او که په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ څخه ورکول کیږي.
د افغانستان بانک غبرګون
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان بانک وايي، د افغانۍ بانک نوټونو د چاپ برخه کې یې له پلان سره سم پام وړ پرمختګ کړی دی.
دغه بانک پر ټویټر یوه خبرپاڼه کې ویلي، "زاړه بانکنوټونه به په سیستماتیک ډول او په دې برخه کې د شته کړنلارې پربنسټ راټولېږي او له دوران څخه به وویستل شي".
نوي افغاني بانک نوټونه په پولنډ کې چاپ شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې پولنډي چارواکو ویلي و چې د پولنډ د پیسو د چاپ له امنیتي شرکت(PWPW) سره د افغانستان د هوکړې له مخې، پتېیل شوې ۳۸۰ میلیونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به افغانستان ته وسپارل شي.
هغوی ویلي وو، د افغانیو نوي چاپ شوي بانک نوټونه له ښو امنیتي ځانګړنو برخمن دي چې د خیرو یا چټلیو او د کیمیاوي محلولونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري.


















