تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون افغانستان ته د یوې بهرنۍ خبریالې د ننوتلو بندیز غندلی
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې خبریاله او عکاسه سټیفني ګلینسکي افغانستان ته له ننوتلو منع کړې او دا یې پر نړیوالو رسنیو محدودیتونه بللي دي.
دغه بنسټ د چارشنبې په ورځ (تله ۲۷) په یوه خبرپاڼه کې وویل، له طالبانو یې غوښتنه دا ده چې د رسنیو ملاتړ وکړي او د افغان او بهرنیو خبریالانو ځورونه ودروي:
"طالبان باید ټولو خبریالانو ته له وېرې او اندېښنې پرته په خپلواک ډول کار کولو ته اجازه ورکړي".
اغلې ګلینسکي یوه خپلواکه خبریاله ده چې د ګارډين او فارن پالیسي لپاره لیکنې کوي.
هغې وړاندې هم د طالبانو واکمنۍ کې د خبریالۍ برخه کې د خراب وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
دغې خبریالې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر ۱۰مه په یوه ټویټ کې ویلي وو چې طالبانو د وټس اپ له لارې د هغو کورنیو د هویت او سرچینو په اړه وضاحت ترې غوښتی و چې دې مرکې ورسره کړې وې.
خو هغې دا غوښتنه رد کړې وه: "زه ډېره باوري یم چې له طالبانو سره د هغو دقیقو معلوماتو شریکول چې د خبریالانو او د پخواني حکومت د کارمانو د نیولو او ربړونو په اړه دي، د دوی په حکومت کې نه یوازې یو نامناسب کار بلکې ډېر خطرناک دی".
ګلینسکي څلور کاله د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو خبریالي کړې ده.
دا وايي، طالبانو په فارن پالیسي کې د نوموړې په (طالبان شمال کې د ډبرو سکرو پر سر جګړه کوي) نامه او نورو مقالو او ټویټونو نیوکه کړې وه.
دوی هغې ته ویلي وو چې طالبان د هغې پر فعالیت اندېښنه لري او جزییات ترې غواړي.
سټیفني وايي وروستی ځل د ۲۰۲۲ کال جولای میاشت کې افغانستان ته تللې وه.
طالبانو واک ته د راستنېدو پیل کې رسنیو ته وویل داسې څه دې نه خپروي چې د دوی په وینا له ملي ګټو، اسلامي شریعت او د ټولنې کلتور سره په ټکر کې وي.
طالبان که څه هم ټینګار کوي چې رسنۍ او خبریالان ازاد دي خو د دوی د واکمنۍ تېر څه باندې یوه کال کې د خبریالانو د وهلو ټکولو، نیولو او له هغوی سره د زور زیاتې پېښې رپوټ شوې دي.