د یوناما نوې مشره متقي سره د همکاریو پر مسایلو غږېدلې

متقي - اوتونبایوا

د عکس سرچینه، MOfa

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي نوې ځانګړې استازې 'روزا اوتونبایوا' رسمآ افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې او په لومړي ځل یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.‌

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت 'یوناما' د خپلو خواله رسنیو پر پاڼو لیکلي چې دې ناسته کې "همکارۍ لپاره په یو لړ پراخو مسلو لکه د باور جوړونې، بانکي سیستم او د نجونو په ګډون ټولو لپاره په ښوونې او روزنې بحث" وشو.

یوناما زیاته کړې "له اختلافاتو سره سره دوی د افغانانو په خاطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا موافقه وکړه."

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د دې لیدنې په اړه پر خپل ټویټر یو لړ پوستونه کړي دي.

د ښاغلي بلخي په وینا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دې لیدنه کې ویلي "یوناما به خپله ټوله هڅه وکړي چې افغان فنډ بیا ژوندی کړي تر څو د باور وړ بانک پیدا کړي" او دا چې "داسې حساس مسایل هم شته چې په کار ده دواړه لوري پرې په ګډه کار" وکړي.

هغه لیکلي ښاغلي متقي دې کتنه کې وویل "اوس د دې وخت دی چې نړۍ او افغانستان یو بل سره نږدې شي او یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي".

روزا اوتونبایوا مخکې د قرغستان ولسمشره وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روزا اوتونبایوا مخکې د قرغیزستان ولسمشره وه

افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې اکثریت ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي چې په کور دننه او بهر یې بیا بیا د پرانیستلو غوښتنې کېږي.

همدا راز د امریکا لخوا افغانستان کې پر بانکي سیستم بندیزونو د طالبانو حکومت، افغانستان کې نورې فعالې غیردولتي ادارې او ان سوداګر او کاروباریان له جدي محدویتونه سره مخه کړي دي.

د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ له حقه چورلټ انکار نه دی کړی او بیا بیا وايي چې په دې برخه کې د پرتو ستونزو د حل هڅې روانې دي.

خو د څه باندې یوه کال له تېرېدو سره سره مشخصه نه ده، چې دقیقآ دغه ستونزې او خنډونه څه دي او کله به لمنځه ځي.

تازه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ترکیه کې د 'اسلامي نړۍ د عالمانو مسوولیت' په نوم د دیني علماوو کنفرانس ته ویلي هڅې روانې دي چې د ولسونو ذهن د نجونو زد‌کړو ته برابر شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې "د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصېدل حتمي دي" او ګواکې دوی ورته د نصاب په سمونې، د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو په چمتو کولو او د جلا ښوونیز سیسټم په جوړولو بوخت دي.‌

روزا اوتونبایوا چې د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره ده، څه موده مخکې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وټاکل شوه.