طالبانو مشر: د ټولو وزارتونو مقررې او لایحې له سره ګورو

د خپرېدو وخت

د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده وايي، ټولې هغې "لایحې او قوانین" چې په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوي، له دیني علماو سره څېړي او هغه حکمونه چې غیر شرعي او غیر اسلامي وي، لغوه به شي.

په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته یوې نژدې سرچینې هم بي بي سي پښتو ته منلې چې د "وزارتونو قوانینو او مقرارات د دیني عالمان تر غور او بیا کتنې لاندې دي".

د ښاغلي اخندزاده په یوه نوي خپاره شوي غږیز پیغام کې ویل شوي:

"زه تاسې ته ډاډ درکوم، ټول وزارتونه چې د اشرف غني او کرزي او یا په تېره شل کلنه دوره کې جوړ شوي، د ټولو وزارتونو مقررۍ او لایحې مې راغوښتې دي، هغه مې علماو ته ایښي دي او تر نظر یې تېروو. هغه څه چې غیر شرعي دي او د ولس په ګټه نه دي، ظالمانه حکمونه پکې ایښودل شوي وي، هغه ټول ترې لغو کوو او خالص شرعي نظام جوړوو. پر دې تر ډېره حده کار شوی دی."

نړۍ سره تعامل

بي بي سي پښتو ته ویل شوي چې د طالبانو د مشر دغه څرګندونې په کندهار کې یوې ناستې ته کړې دي.

په دغه خپاره شوی پيغام کې نوموړی وايي: "ډېر داسې شیان شته چې غیر اسلامي او غیر شرعي دي، هغه د لېرې کېدو په حال کې دي. ان که ډېر فشار هم راباندې راځي، خو کوښښ مو دی چې شریعت نافذ کړو. د شریعت او د ملت د ګټو په چوکاټ کې موږ کوشش کوو، له دنیا سره هم تعامل کوو او خپلو خلکو سره هم. خو شرط دا دی چې زموږ د ملت ګټې او شریعت سره په ټکر کې نه وي."

ملا هبت الله اخندزاد تر اوسه خپل حکمونه او پیغامونه په غږیزه او د لیکلو پیغامونو په بڼه خپاره کړي دي. تر اوسه هېڅ رسنۍ په ژوندۍ بڼه د هغه تصویر نه دی خپور کړی.

خو د ځینو راپوټونو پر بنسټ په دوو دریو سترو ناستو کې چې په کابل او کندهار کې جوړې شوي ګډون یې پکې کړی دی.

د طالبانو مشران د نجونو ښوونځیو تړل کېدو او د ښځو پر وړاندې د ځینو نورو سختو قوانینو له کبله د نړیوالې ټولنې او په کور دننه د یو شمېر کسانو تر سخت فشار لاندي دي.

ویل کیږي د طالبانو مشرتابه ترمنځ هم په دې برخې کې اختلافونه موجود دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روانې اوونۍ د سه شنبې پر ورځ وویل، د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړو یې د ویزې ورکړې محدودیتونه لګولي دي او لامل یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو ځپل بلل شوي دي.

امریکا له نورو هېوادونو هم غوښتي چې ورته ګامونه پورته کړي او پر هغه پیغام ټینګار وکړي، په افغانستان کې به هغه حکومت مشروع وګڼل شي چې د ټولو خلکو استازیتوب او ټولو وګړو د بشري حقونو ملاتړ وکړي او خوندي یې وساتي.

خو د طالبانو مشر مخکې ویلي وو، "ان که اتومي برید هم وشي، د بهرنیانو امرونو ته غوږ نه ږدي".

ښاغلي اخندزاده د زمري اسد میاشتې کې د ماشومانو د زده کړو په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي وو "که ددې هېواد یو ماشوم هم له زده کړو پاتې کېږي نو زه به یې مسؤل یم"خو تر اوسه د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو د طالبانو په سیاست کې کوم بدلون نه دی راغلی.