افغانستان کې د پاخه عمر ځینو کسانو وړیا درملنه

    • Author, نجما ځلا
    • دنده, بی‌بی‌سی
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان په شمال ختیځ کندز ولایت کې یوه افغان ډاکټر احمد فواد نوري د پاخه عمر لرونکو کسانو روغتیايي پاملرنې ته یو خیریه بنسټ جوړ کړی چې "ایسار او همدلي" نومېږي.

د دغه خیریه بنسټ له لارې د اوس لپاره یوازې روغتیايي برخه کې د پاخه عمر لرونکو کسانو لاسنیوي کېږي

ښاغلی نوري وايي، ځینې وخت دوی د کندز ولایت بېلابېلو سیمو او ولسوالیو په جوماتونو کې ځايي خلک ورټولوي او بیا یې ترمنځ بې کسه او د ډېر عمر سړي په ګوته کوي چې روغتیایې برخه او درملنه کې مرسته ورسره وشي.

مستحقه کسان بېلابېلو ډاکترانو، روغتونونو او درملتونونو ته ورپېژندل کېږي چې وړیا معاینات، درملنه او آن د اړتیا په صورت کې یې وړیا عملیاتونه وشي.

د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم دغه اسانتیا برابره شوې ده.

یو سپین ږیری چې عبدالستار نومېږي او د خیریه بنست په مرسته یې وړیا معاینات او درملنه کېږي وايي، د معدې ناروغي لري او ډېر کله یې د پیسو نه درلودلو له امله نشوای کولی چې ډاکټر ته ورشي او یا درمل واخلي. خو اوس له وړیا معایناتو او درملو ترلاسه کولو ډېر خوښ دی.

د خیر ښېګڼې په دغه کار کې د کندز ګڼو ډاکټرانو، روغتونونو او درملتونونو په رضاکارانه ډول برخه اخیستې.

د رضاکاره ډاکټرانو له ډلې یو هم ډاکټر صدیق الله زارع دی. نوموړی وايي: "افغانستان کې د خراب اقتصادي حالت له امله زاړه کسان له ډېر کړاو سره مخامخ دي او په دې حساس وخت کې د کندوز ولایت ځوانانو یو خیریه بنسټ جوړ کړی چې زه ورسره د یوه ډاکټر په توګه اوږه په اوږه ولاړ یم او دا خپله ایماني او وجداني وظیفه ګڼم چې د ټولنې د دې کمزوي قشر او خپلو مشرانو لاسنیوی وکړم او د دوی د ناروغیو د تشخیص او تداوي برخه کې ورسره مرسته وکړم."

نژدې یوه میاشت کېږي چې ایسار او همدلي خیریه بنسټ خپل رسمي فعالیت پیل کړی، جوړوونکی یې احمد فواد نوري وايي تر اوسه یې د څه باندې ۳۰۰ کسان نوملړ برابر کړی چې وړیا درملنه به یې کېږي خو وايي دا شمېر په ډېرېدو دی.

ښاغلی نوري په پام کې لري د خلکو په مرستې او همکارۍ د خپل فعالیت لمن پراخه کړي.

نوموړی وايي، "افغانستان کې د پاخه عمر کسان له پامه غورځول شوي. ما له یو لړ څېړنو او دوستانو سره له مشورې وروسته د ایسار او همدلي خیریه بنسټ جوړ کړ چې د هغو زړو مېندو او پلرونو چې د جګړو پر مهال یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي او د پالنې څوک نه لري او یا اقتصادي حالت یې ډېر بد او کمزوری دی، پالنه او لاسنیوی یې وشي."

ښاغلی نوري وايي چې دمګړي یې خیریه بنسټ له هېچا مالي مرستې نه ترلاسه کوي او یوازې د یو شمېر ډاکټرانو، روغتونونو او درملتونونو په رضاکارانه کار او ونډې پر مخ روان دی.

د عمر په حساب افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ځوان وګړي لري. د دې جنگ ځپلي هېواد د وګړو اوسط عمر څه کم ٦٥ کاله دى او د ځينو شمېرو له مخې د ټول نفوس يوازې نژدې دوه نيم سلنه پکې د ٦٥ کلونو يا څه ډېر عمر لرونکي دي.

خو د نړیوالو معیارونو پر بنسټ دغه هېواد د پاخه عمر کسانو لپاره یو ټر ټولو بد هېواد ګڼل کېږي او د دوی پالنې لپاره له لویه سره د ملاتړ ځانګړی سیستم نشته.