تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پاکستان کې له افغان زدکوونکو نجونو سره لیدلي
د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی تامس وېسټ پاکستان ته تللی او هلته یې د افغان کډوالو نجونو زدکوونکو ښوونځي لیدنه کړې.
ښاغلي وېسټ د افغان کډوالو نجونو یوه ټولګي ته له ورتګه وروسته په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د زدکوونکو نجونو تمرکز او وړتیا متاثر کړی دی.
ښاغلي وېسټ له پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتونو کډوالو چارو له ادارې یو این ایچ سي ار مسوولینو هم مننه کړې، چې په وینا یې له څلوېښتو زیات کلونه کېږي د ک ډوالو کوربتوب کوي او د کډوالو نجونو لپاره یې د زدکړو زمینه برابره کړې، چې د ښاغلي وېسټ په وینا افغانستان کې خورا لږ نجونې دې زدکړو ته لاسرسی لري.
له پاکستاني چارواکو سره خبرې
ښاغلی وېسټ وايي، د افغانستان بشري مرستو ته د غبرګون په هکله یې له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
په یوه ټویټر پیغام کې نوموړي ویلي، د بهرنیو چارو لپاره یې د پاکستان دولت له وزیرې حنا رباني کهر سره په افغانستان کې د بشري مرستو پیاوړتیا په هکله خبرې کړې دي.
ښاغلي وېسټ په خپل ټویټر پیغام کې ویلي، په دې لیدنه کې د افغانانو بنسټیزو حقونو پر مراعت کېدو ټینګار شوی.
نوموړی زیاتوي: ''ډېر کار باید لا نور هم وشي، د نړیوالو همغږې ښکېلتیا مهمه ده. ''
تامس وېسټ له دې مخکې تېره اونۍ وویل په افغانستان کې دننه هم ګڼ افغانان د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره غږ پورته کوي.
ښاغلي وېسټ د امریکا ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د افغان ښځو او نجونو حقونو په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل: ''زه فکر کوم که طالبان یوه مناسبه پرېکړه کوي، لامل به یې دا نه وي، چې نړیواله ټولنه پر اصولو ولاړه ده، بلکې دا به هله کېږي چې لسګونه زره افغانان یو ځای شي له والیانو او ولسوالانو سره کېني، په ولسي کچه غوښتنه ډېره شي، چې کېږي او فکر کوم دې سره به بدلون رامنځته کېږي. ''
دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن پنجشنبه د طالبانو د لوړو زدکړو چارواکو وویل، د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې هممهاله پوهنتون ته د شاملېدو یا کانکور ازموینې پیل شوې دي.
خو په لومړي ځل نجونې پکې د پوهنتونونو ځینې څانګې یا رشتي نه شي غوره کولی.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت کې د کانکور ازموینو مشر عبدالقدیر خموش وايي، له "درې څلور" څانګو پرته په نورو ټولو برخو کې نجونې د خپلې خوښې پوهنځي ټاکلی شي.
یاده دې وي چې طالبانو تېر کال اګست کې واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او له کبله یې سلګونه زره نجونې له هغه راهیسې له زدکړو پاتې دي.
طالبان وایي، تر هغې چې 'مناسب شرایط نه وي برابر او نوی تعلیمي نصاب نه وي چمتو شوی'، د نجونو ثانوي ښوونځي به تړلي وي.
ر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ډلو په ګڼو برخو کې د دې ډلو پر تګلارو نیوکې کړې دي.
د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار موضوع هم هغه څه دي چې طالبانو ته په سرخوږي بدل شوي نړیواله ټولنه یې طالبانو سره د تعامل لپاره د شرط یا فشار آلې په توګه کاروي.
پخپله د طالبانو په لیکو کې هم ګڼ مهم مشران ظاهراً په خپلو مرکو کې ټینګار کوي چې د نجونو له زدکړو سره مخالفت نه لري.