تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې پر ښوونيز مرکز ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې؛ ډېری قربانیانې نجونې دي
د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې پلازمېنه کابل کې د دشت برچي سیمې پر یوه ښوونيز مرکز ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل دي.
خو د سیمې په یوه روغتون کې بي بي سي ته د وژل شویو شمېر ۲۳ تنه او د ټپیانو لسګونه ښودل شوی دی.
په برید کې تر ډېره نجونې وژل شوې دي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي ته وویل، دا برید نن (جمعه) ګهیځ نږدې اووه بجې پر کاج نومي ښوونیز مرکز داسې حال کې شوی چې د کانکور تمریني ازموینه پکې اخیستل کېده.
ښاغلي ټکور د برید څرنګوالي په هکله جزیات نه دي ورکړي، خو په خبره یې دوی ''پر ملکي اهدافو د دښمن برید قساوت او وحشت '' بولي او غندي یې.
خو په سیمه کې عیني شاهدانو بي بي سي او نورو رسنیو ته ویلي چې بریدګر لومړی د کورس دوه ساتونکي په دروازه کې ووژل او بیا کورس ته ننوت او هلته یې ځانمرګی وکړ.
په پېښه کې د یوې وژل شوې نجلۍ ورور پرخپله فیسبوکپاڼه هم ورته خبره لیکلې ده.
پر خواله رسنیو د برید له سيمې په خپرو شویو ویډيوګانو کې بوږنوونکې صحنې ښکاري. خلک ټپيان روغتونونو ته ځغلوي، د کورس سيمه په وینو سره ده، ویجاړی پکې تر سترګو کېږي او برید ته په یوه نږدې روغتون کې د ګڼو کسانو مړي پراته دي چې څادرونه پرې هوار دي.
"هغه ۱۹ کلنه وه، پيدا مو نه کړه"
فرانس پرس اژانس په روغتون کې یوې ښځې سره خبرې کړې دي چې هلته پخپلې خور پسې ګرځېده. هغې ویل، "هغه ۱۹ کلنه ده، دلته مو پيدا نه کړه."
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو مخکې اسلامي دولت نومې ډلې د کابل په لوېدیځ کې یو شمېر بریدونه او چاودنې کړې دي.
غبرګونونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
دغه بنسټ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، "د افغانستان په خراب امنیتي وضعیت کې نن په کابل کې یوه بله چاودنه وشوه. په یوه هزاره او شیعه مېشته سیمه کې پر يوه ښوونيز مرکز برید کې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ملګرو ملتونو کورنۍ دا غميزه غندي او ټولو غمجنو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي."
په کابل کې د ایران سفارت هم پر خپله ټوېټر پاڼه دغه برید غندلی، "دوښمنانه او ترهګریز" یې بللی او لیکلي یې دي، د کابل په لویدیځ کې دغه برید غندي چې بې ګناه خلکو په ځانګړي ډول زدکوونکو نجونو او هلکان ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافئرې کرین ډېکر هم په یوه ټویټر پیغام کې پر تعلیمي مرکز برید په کلکه غندلی او دا یې یو شرمناک عمل بللی دی.
اغلې ډېکر د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې شفا هیله څرګنده کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر ټوېټر دغه برید "لوی وحشت" بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت به یې د عاملانو موندلو او مجازات کولو لپاره "جدي ګامونه" پورته کړي.
"د افغانستان راتلونکی د ځوانانو زدکړو پورې تړلی"
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر رېچارډ بېنېټ تر برید مخکې د کاج ښوونیز مرکز عکس خپور کړی چې لسګونه زدکوونکې پکې ناست دي. هغه دا برید په ۲۰۱۸ کې په همدې دشت برچي سیمه کې له یوه بل برید سره ورته بللی چې مسولیت یې داعش یا د اسلامي دولت خراسان ډلې منلې و.
ښاغلي بېنېټ ویلي، "د هزاره او شیعه ګانو پر ښوونيزو مرکزونو بریدونه باید بند شي. د افغانستان پر راتلونکي بریدونه ودروئ، نړیوال جنایتونه بس کړي."
همدا راز یې زیاته کړې چې، د افغانستان راتلونکی د نړیوالو جرمونو په مخنیوي، له مجرمانو سره په حساب کتاب کولو او د ځوانانو په زدکړو پورې تړلی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف هم پر دغه برید خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، "دغه ناوړه عمل د لسګونو تنکیو نجونو او هلکانو ژوند واخیست او ګڼ نور یې سخت ژوبل کړي دي."
په ورته وخت کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې (ډبلیو اېچ او) برید کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا یو ترهګریز برید بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، موږ دا برید غندوو، له خدایه غواړو چې وژل شوي وبخښي او خپل افغان ټپي وروڼو ته عاجله شفا ورکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې دا برید "د پرمختګ دوښمنانو" یوه "ښکاره دسیسه" بللې چې په خبره یې د افغانستان د یوه روښانه راتلونکي جوړولو لپاره د افغان ځوانانو له قوي هوډ په وېره کې دي.
ښاغلي کرزي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د روانو ستونزو حل او "د پردیو دسیسو د مخنیوي" لپاره ژر تر ژره د یوه ملي بحث رامنځ ته کولو اړتیا ده.
دشت برچي هغه سیمه ده چې تر ډېره پکې هزاره لږکي اوسېږي او په تېر کې هم د ورته بریدونو شاهده پاتې شوې.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان هم پر ټویټر دا برید غندلی او وايي، چې له بده مرغه ځینې شیطاني اجنډاګانې لاهم د افغانستا د سولې او همغږۍ، د افغانانو د حق او عادي ژوند او سیمه ییز ټیکاو پر وړاندې خپل فعالیتونه کوي.