تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانانو لپاره د فولبرایټ او چيونېنګ بورسونه سږکال ولې کم یا تړل شوي؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د امریکا د فولبرایټ سکالرشېپ د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ اکاډمیک کال لپاره ځينې افغان نوماندان وايي، دې ادارې سږ کال افغانستان ته د کمو بورسونو ورکولو له کبله ډېری کسان په وروستي پړاو کې رد کړي دي. که څه هم د فولبرایټ اړوند مسولانو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو ځینو دغو محصلانو بي بي سي ته ویلي، یو کم شمېر نوماندان په مشروط ډول منل شوي، خو ډېری هغو ته یې تېر سره په توپیر د امریکا پر ځای د اسیايي هېوادونو په امریکايي پوهنتونونو کې د زدکړو وړاندیز شوی دی.
ورته مهال د بریتانیا چیونېنګ سکالرشېپ ته ځينې نوماندان وايي، دغه بورسونه هم د افغانانو پر مخ تړل شوي دي. دوی وايي، تمه یې وه په افغانستان کې د نظام بدلون ته په کتو به سږ کال افغان محصلانو ته ځانګړی پام وشي خو په خبره یې، له پامه غورځول شوي دي.
"یو ځوان په افغانستان کې له دوو تر څلورو کلونو زحمت باسي چې دغه بورس تر لاسه کړي خو اوس د داسې یوه خبر اورېدل د افسوس ځای دی، زه او ملګري مې سخت خپه او ناهیلي یو"
دا د امریکا فولبرایټ سکالرشېپ ته د یوه نوماند نصرت الله متین خبرې دي.
دی له شاوخوا ۱۵۰ هغو افغان ځوانانو یو دی چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ اکاډمیک کال لپاره د دغه بورس وروستي پړاو ته رسېدلی یا سيمي فاینلسټ و. خو دوه کاله پرله پسې انتظار او څو پړاوونو نه په بریالیتوب سره له تېرېدو وروسته د دغه بورس ادارې په ایمیل کې ورته لیکلي چې امریکا ته زدکړو ته نه شي ورتلی.
دی وايي، د افغانستان وضعیت ته په کتو، د دې پر ځای چې سږ کال ډېرو افغان ځوانانو ته د امریکا فولبرایټ سکالرشېپ چانس ورکړل شوی وای، خو برعکس زیاتره یې وروستي پړاو کې رد کړي دي.
ښاغلی متین زیاتوي، "زموږ تمه وه چې دا ځل به فولبرایټ ډېر بورسونه اعلان کړي. خو د توقع خلاف، د تېر کال هومره هم نه بلکې پخوا نه هم په کمه اندازه سکالرشېپونه ایوارډ شول. دغه کار هغه کسان، چې سيمي فاینلېسټ پروسې ته رسېدلي وو، سخت زیات خپه اوناهیلي دي."
"د جمهوري نظام له سقوط سره فولبرایټ خپله تګلاره بدله کړې"
ځينو نورو ته بیا په یو شمېر اسیايي هېوادونو کې شته امریکايي پوهنتونو کې د زدکړو وړاندیز شوی چې ځينې محصلان وايي، ښکاري دې ادارې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره خپله تګلاره بدله کړې ده.
زینب عزيزي هم ورته نظر لري.
اغلې عزيزي اوس مهال په امریکا کې د عامه پالیسۍ په برخه کې ماسټري کوي او نویو محصلانو په ځانګړي ډول نجونو سره مرسته کوي چې څنګه دغه بورس ته ځان چمتو کړي.
دا وايي، "فولبرایټ دا ځل دوه کاله ونیول چې نوماند کسان باید سږ کال راغلي وای. خو دوی ته یې دا یوه هفته مخکې ځواب ورکړی دی. ځینو ته یې ویلي چې کامیاب شوي او امریکا ته به راځي. یوې ډلې ته یې ویلي چې اسیايي هېوادونو کې به ځینو پوهنتونونو کې د زدکړو زمینه ورته برابروي او یوې ډلې ته یې بیا ویلي چې نه، تاسې نه یئ کامیاب شي. نو فولبرايټ خپله ستراتيژي، چې مخکې به یې افغانستان سره څه رقم چلند کاوه، هغې کې یې تغیرات راوستلي دي."
دا یوازې د امریکا فولبرایټ سکالرشېپ نه دی چې د افغانستان برعکس سږکال د پاکستان په ګډون ځينو نورو هېوادونو ته ډېره برخه پکې ورکړل شوې، بلکې د بریتانیا چیونېنګ بورسونو ناڅرګند حالت هم افغان ځوانان ناهیلي کړي دي.
دوی وايي، د تېر نظام له پرځېدو وروسته چې ګڼ بهرني سفارتونه وتړل شول نو د چیونېنګ سکالرشېپ بهیر هم له خنډ او ځنډ سره مخ شو. هماغه و چې د دغه بورس یو شمېر نوماندانو ځينو درېیمو هېوادونو ته ځانونه ورسول چې که پروسه بېرته پیل شي نو افغانستان کې بند پاتې نه شي. خو بریتانیا کې د زدکړو هیلې یې نیمه خوا پاتې شوې.
محمد هماهنګ شېرزی د ترکیې په انقره کې په تمه و، دی وايي:
"چیونېنګ ادارې ویلي وو، سږ کال به هغه افغانان نیسو چې له افغانستانه بهر درېيم هېواد نه یې اپلای کړې وي. ما خپله د ترکیې انقرې نه اپلای کړې وه، خو هر څه پاتې دي تر اوسه. چیونېنګ دا ځل ډېره نامناسبه پرېکړه وکړه."
د چیونېنګ بورسونو برخلیک به څنګه شي؟
فروزان رسولي یوه بریتانیا مېشتې افغانه ده چې د چیونېنګ سکالرشېب له لارې يې په دغه هېواد کې په عامه اداره کې ماسټري کړې او اوس د دې بورس له اړوند ادارو او نوماندانو سره د همږۍ په ځینو چارو کې ښکېله ده.
که څه هم چیونېنګ ادارې په رسمي توګه د بورسونو د بندښت په اړه څه نه دي ویلي خو اغلې رسولي وايي، ورته ویل شوي چې د افغانستان عمومي وضعیت او ځينې نور مسایل د دې لامل شوي چې د افغانانو پر مخ دا بورسونه بند شي.
فروزان رسولي زیاتوي، "موږ د بورسونو د ادامې په خاطر د چیونېنګ ادارې، اېف.سي.ډي.او د انګلستان ځينو نورو چاوراکو سره اوس هم په خبرو لګیا یو او څو جلسې مو ورسره کړې دي. دوی ځينې اندېښنې لري. یو خو د افغانستان عمومي وضعیت دی او بله دوی لوژیستيکي مسایل یادوي چې پر دغو بورسونو یې منفي اغېز کړی دی. خو بیا هم موږ ته یې یو څه امیدواري راکړې ده چې ډېر ژر به دوی یو مثبت تصمیم ونیسي او هڅه به وکړي چې په یوې ځانګړې تګلارې سره افغانانو ته دغه بورسونه ورکړي."
د فولبرایټ په اړه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي څه موده مخکې رسنیو ته ویلي وو چې د ځينو خنډونو له کبله د فولبرایټ بهیر له ځنډ سره مخ شوی او که شرایط برابر شي نو بېرته به د افغان محصلانو پر مخ عادي کړای شي، خو دا یې هم ویلي چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ اکاډميک کال لپاره له افغانستانه غوښتنلیکونه نه مني.
فولبرايټ او چیونېنګ بورسونه افغانانو ته څومره ارزښتمن ثابت شوي؟
د یادولو ده چې فولبرایټ او چیونېنګ دواړه د نړۍ له معتبرو بورسونو بلل کېږي چې په وروستیو شاوخوا شلو کلونو کې یې ګڼو افغان ځوانانو هم په مرسته تر ماسټري او دوکتورا پورې زدکړې کړې دي.
د دغو بورسونو له لارې فارغه شوي ځينې کسان د تېر حکومت پرمهال په بېلا بېلو نړیوالو او کورنیو ادارو کې په ښو موقفونو او په دولت کې د رهبرۍ په کچه په دندو ګمارل شوي وو.
پخپله فروزان رسولي هم د ملګرو ملتونو تر څنګ له ځينو نورو ادارو سره هم پر کلیدي پوسټونو کار کړی. دا وايي، که څه هم له اوله افغانانو ته دا بورسونه کم ورکول کېدل خو وايي، د افغانستان لپاره خورا ارزښتمن دي.
اغلې رسولي زیاتوي، "دا ډېر عالي بورسونه وو. یوازې اکاډمیکه وده یې نه درکوله بلکې د نړۍ په اړه یې هم ستا لیدلوری ډېر پراخاوه. له نېکه مرغه کوم چیونران او فولبرایټ سکالر به چې افغانستان ته بېرته تلل نو ښې دندې یې اخیستې. که دولت کې و او که له دولته بهر، په مختلفو ادارو کې دوی د رهبریت په کچه کار کاوه. دا یو مثبت ګام و خو فرصتونه بیا هم ورته کم وو. موږ هڅه کوله چې دا فرصتونه ډېر شي خو اوس له بده بخته داسې وضعیت راغلی چې هماغه کم فرصتونه هم نه شته."
ننګ اتل هم هغه افغان ځوان دی چې د فولبرایټ له لارې یې ماسټري کړې اوس د امریکا په یوه پوهنتون کې د مرستیال استاد په توګه دنده لري او تر څنګ یې دوکتورا هم کوي. دی وايي، همدا بورسونه دي چې ګڼ افغان ځوانان یې په بهر نړۍ کې په علمي کچه له نورو سره تر سیالۍ رسولي او بندېدل به یې لویه تشه رامنځ ته کړي.
ښاغلی اتل زیاتوي، "دغو بوسونو افغانان له نورې نړۍ سره وصل کړل. دلته امریکا کې ډېر افغانان شته چې ډېر ښه ښه تحقیقونه کوي، په ښو پوهنتونو کې تدریسونه کوي. د نړۍ له نورو هېوادونو سره سیالۍ کوي. افغان ځوانانو دلته هم ځانونه ځلولي دي. په افغانستان کې دننه دا اوس هم په بېلا بېلو علمي او مسلکي برخو کې هغه کسان ډېر فعاله دي چې په بهرنیو هېوادونو کې یې د داسې بورسونو له لارې زدکړې کړې دي. خو د افسوس ځای دی چې دا بورسونه یې اوس بند کړي دي، داسې یې باید نه وای کړي."
"تعلیم دې له سیاست سره نه ګډوي، افغان دې نه ګوښه کوي"
که څه هم په تېر کې د فولبرایټ او چیونېنګ بورسونو په مرسته امریکا او بریتانیا ته تللي ځينې افغانان بېرته افغانستان ته نه ستنېدل چې دا بهیر یې اغېزمناوه او نویو محصلانو ته یې سختاوه خو د زینب عزیزي په ګډون ګڼو هیله درلوده چې بېرته به خپل هېواد ته ستنېږي او په ځينو اکاډمیکو او مسلکي برخو کې شته تشه به ډکوي.
خو اوس افغانستان کې په ځانګړي ډول د نجونو لپاره پر کار او زدکړو د طالبانو حکومت له لوري د وضعه شویو بندیزونو له کبله دوی زړه نه ښه کوي چې وطن ته ستانه شي.
اغلې عزیزي له نړیوالو غواړي چې په داسې حالاتو کې دې له تعلیم سره د سیاسي چلند پر ځای د افغانانو لاسنیوی وکړي.
زینب عزیزي وايي، "که دوی هر دلیل راوړي خو تعلیم باید له سیاست سره ګډ نه کړي. که څه هم شاید له اوسني دولت سره په تماس کې اوسېدل ونه غواړي، خو ډېرې لارې چارې شته چې ځوانانو ته فاید پرې رسولی شي. یوازېنۍ هیله مو دا ده چې دا پروګرامونه دې روان وساتي، نه دې یې بندوي او نه دې یې کموي. کنه نو دا خو نړیوال تبعیض دی که دوی افغانستان ګوښه کړي."
فولبرایټ بنسټ امریکايي سناتور ویلیم فولبرايټ په ۱۹۴۶ کې رامنځ ته کړی او هر کال د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو ګڼو زدکړیالانو ته د امریکا په مختلفو پوهنتونونو کې د زدکړو فرصت برابروي.
په افغانستان کې د فولبرایټ پروسې د یوه مسول په خبره، په دغه هېواد کې دا بورسونه د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۵۰ کال په لومړیو کې پیل او تر ۱۹۷۹ یې دوام وکړ او په هغو کلونو کې ګڼ امریکایان افغانستان ته او افغان زدکړیالان امریکا ته په زدکړو پسې لاړل.
بيا په کابل کې د امریکا سفارت د نشتوالي له کبله نږدې دوه لسیزې دغه بهیر ودرېد او د طالبانو د تېر رژيم له پرځېدو وروسته له ۲۰۰۳ کال راهيسې بیا پېل شو چې له لارې یې تر اوسه شاوخوا ۹۰۰ افغانانو د ماسټري او دوکتورا تر کچې په بېلا بېلو برخو کې زدکړې کړې دي.