د افغان محصلینو لپاره په امریکا کې د لوړو زدکړو فولبرایټ بورسونو پروګرام درول شوی

د خپرېدو وخت

امریکايي چارواکي وايي، هغه ۱۴۰ افغان محصلین چې په امریکا کې د لوړو زدکړو فولبرایټ بورس نیمايي پړاو ته رسېدلي، نه شي کولای دا بورس تر لاسه کړي، ځکه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د محصلینو تبادلې پروګرام د اوس لپاره پای ته رسولی.

فولبرایټ په نړیواله کچه د تحصلي بورسونو یوه معتبره لړۍ ده، چې په ۱۹۴۶ کال د امریکايي سناتور ویلیم فولبرایټ له لوري رامنځته شوې او تر اوسه پورې د امریکا ۳۲۵ زره محصلینو د امریکا بېلا بېلو پوهنتونونو کې د همدې بورسونو له لارې لوړې زدکړې ترلاسه کړې دي.

پروسږ کال ۱۴۰ افغان محصلین د دې بورسونو ترلاسه کولو نیمايي پړاو ته رسېدلي وو، چې پر افغانستان طالبان واکمن شول او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو په ترڅ کې د دې محصلینو د لګښتونو موضوع هم وځنډېده.

په تېر اکتوبر کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه مقام یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې ته ویلي و، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې محصلینو د فولبرایټ بورسونو ترلاسه کولو لپاره له افغانستانه د وتلو هڅه نه ده کړې.

بل لور د امریکا اې بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، اوس د امریکا بهرنیو چارو وزارت د فولبرایټ ترلاسه کولو دې ۱۴۰ محصلینو ته یوه برېښنالیک کې ویلي، چې له دې وروسته یې انتظار له افغانستان سره د محصلینو تبادلې پورې اړوند دی. یاد وزارت له افغانستانه د دې بورسونو لپاره د محصلینو وروستي انتخاب بهیر درولی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اې بي سي خبري شبکې ته ویلي: ((موږ د هغه وخت او هڅو اهمیت ته متوجه یو چې دې محصلینو د بورسونو ترلاسه کولو دې پړاو ته د رسېدو لپاره لګولي او پوهېږو چې دا پرېکړه د دوی لپاره د ناهیلۍ لامل ده.))

په اعلامیه کې ویل شوي، واشنګټن تر بل اعلانه د بورسونو دا پروګرام ځنډولی، او که شرایط بیا داسې شي چې امریکا حکومت وکولای شي دا پروګرام بیا پیل کړي، محصلینو ته به د نومونو ثبتولو بلنه ورکړل شي.