تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان بانک د خپلو کنګل شویو شتمنیو په اړه د امریکا حکومت پرېکړه 'د نه منلو وړ' وبلله
د افغانستان بانک د امریکا حکومت هغه پرېکړه "د نه منلو وړ" بللې چې پر بنسټ به یې امریکا کې د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو درې نیم میلیارد ډالر د "افغان فنډ" په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلان په غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، "د افغانستان بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی" او "په نا اړوندو برخو کې د دغو زېرمو کارول او لېږد ورته د منلو نه دی."
د یادولو ده چې د امریکا حکومت چارشنبه اعلان وکړ چې د سویس له حکومت او یو شمېر افغان اقتصاد پوهانو سره یې په ګډه دا نوی فنډ یا صندوق جوړ کړی دی، چې د سویس د (بي ای ایس) بانک سره به بانکي حساب ولری.
د امریکا حکومت ویلي، په دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو د طالبانو حکومت به ورته مخامخ لاسرسی ونلري.
"امریکا دې پرخپله پرېکړه بیا کتنه وکړي"
خو د افغانستان مرکزي بانک له امریکا غوښتي چې پر خپلې دې پرېکړې بېرته له سره غور وکړي ځکه چې په خبره یې، د دغه بانک اسعار او زېرمې د "پولي ثبات، د ملي سیسټم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه کارول کېږي."
د دې تر څنګ د افغانستان بانک په دې خبرپاڼه کې پر امریکا غږ کړی چې د دغه هېواد پر "اسعارو او زېرمو لګېدلي محدودیتونه په بشپړه توګه لرې کړي او په دې برخه کې د ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو لپاره له زېرمو څخه د اغېزناکې استفادې هڅې پيل کړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په راتلونکي کې به د افغانستان هغه شتمنۍ هم دغه صندوق ته لېږدول کېږي چې له امریکا بهر نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.
د دې شتمنۍ د لګولو واک به له یوې 'تضمین کوونکې شورا' سره وي چې د امریکا او سویس حکومتونو یو یو استازی او همدا راز دوه افغان اقتصادي کارپوهان پکې شامل دي.
بي بي سي ته مالومه شوې چې د دې شورا له افغان غړیو یې یو د سوداګرۍ پخوانی وزیر انور الحق احدي او بل د افغانستان بانک د بورډ پخوانی غړی شاه محمد محرابي دی.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار په ټينګار سره له امریکا او نړیوالو غوښتي چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ ازادې او دغه بانک ته وسپارل شي.
خو د امریکا حکومت استدلال کوي چې د افغانستان بانک دا مهال د طالبانو له سیاسي نفوذه ازاد نه دی او د مالي چارو د تنظیم مسلکي وړتیا هم نه لري، نو ځکه دوی پرې اعتبار نشي کولی.
یاده دې وي چې د افغانستان بانک نږدې ۷ میلیارده ډالر دا مهال د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي.