د طالبانو حکومت: افغان شیعه زایرین اوس اربعین مراسمو لپاره عراق ته تلی شي

زانران اربعین

د عکس سرچینه، AHMED JALIL/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي له دې چې په عراق کې سیاسي او امنیتي وضعیت ښه شوی دی، اوس افغان شیعه زایرین کولی شي په اربعین مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته سفر وکړي.

څه موده وړاندې په عراق کې د امنیتي او سیاسي ناکراریو له ډېرېدو سره د طالبانو د حکومت چارواکو سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته ویلي ول چې افغان زایرن ته عراق ته نه لېږدوي.

هممهاله پر ټولنیزو شبکو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې وروستیو کې ځینې افغان شیعه زایرین د ایران او عراق پر پوله نه پرېښودل کېږي چې ولاړشي د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي.

تر دې وړاندې عراقي چارواکو ویلي ول چې افغان زایرین یوازې د هوا له لارې ورتللی شي.

اربعین د عاشورا څلوېښتمې ته وايي چې د شیعه ګانو ترمنځ ډېر لمانځل کېږي او هڅه کوي اصلي ځای، عراق ته ځان ورسوي.

کابو دوې اوونې وړاندې په عراق کې له سیاسي ډګره د مطرح شیعه روحاني مقتدی صدر تر لاس په سرکېدو وروسته، پلویان یې پلازمېنه بغداد کې پر حکومتي بنسټونو ورغلل او د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول.

دا پېښې دا مهال وشوې چې د اربعین مراسمو ته چې له ګڼو هېوادونو زرګونه زایرین په ګې ګډون کوي لږ وخت پاتې و.

په عراق کې د افغانستان سفارت دغلته تر تاوتریخوالو وروسته په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته لیک واستوه چې دلته له امنیتي پلوه افغان زیارت کوونکو ته شرایط سم نه دي، که امنیتي تضمین نه وي د هغوی راتګ خوندی نه دی.

نو دې ته په کتو د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته ویلي وو چې افغان زایرین دې عراق ته نه لېږدوي.

خو د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني بي بي سي ته وویل چې په عراق کې د وضعیت له ښه کېدو سره اوس سیلاني شرکتونه اجازه لري چې افغان زایرین عراق ته ولېږدوي.

کربلا

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی حسیني وایي "د حج او اوقافو وزارت په عراق کې وضعیت ته په کتو د افغانانو د ځان او مال د ساتنې له په پام کې نیولو سره اجازه نه وه ورکړې، اوس چې حالت عادي دی او د نورو هېوادونو زایرین هم ورځي سیلاني شرکتونه کولی شي افغان زایرین عراق ته بوځي."

دا په داسې حال کې دی چې هم د اربعین مراسمو ته لږې ورځې پاتې دي او هم افغان زایرین باید تر تګ وړاندې د ایران او عراق ویزې ترلاسه کړي چې ښايي ډېرې ورځې ونیسي.

بل لور ته عراقي چارواکو سږکال د افغانستان او پاکستان په شان هېوادونو هغو زایرینو ته چې غواړي د ځمکې له لارې دغه هېواد ته ورشي جدي محدودیتونه لګولي.

هممهاله پر خواله رسنۍ داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې وروستیو کې سلګونه افغان شیعه زایرین چې ښځې او نارینه دي د ایران او عراق پر پوله نه پرېښودل کېږي چې ولاړشي د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي.

دولت می‌گوید بعد از دو سال محدودیت‌های سفر به دلیل شیوع کرونا، حجم مسافران امسال بسیار بیشتر بوده

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، د عراق او ایران پوله

ظاهراً دوی ایران مېشتي افغان زایرین دي چې غواړي عراق ته واوړي او په مراسمو کې ګډون وکړي.

ایراني چارواکي په لاوډسپیکرونو کې اعلان کوي چې په عراق کې د امکاناتو کموالي له امله عراق ته د افغانستان د زایرینو ورتګ شونی نه دی.

خو د سیلاني شرکتونو د اتحادیې مشر علی زاده یکاولنګي وايي د ستونزې د آوارۍ په موخه یې له ایراني او عراقي چارواکو سره خبرې روانې دي.

دی وايي "یو لس کسیز پلاوی له افغانستانه ایران ته تللی چې د درې واړو هېوادونو کونسلي چارواکو سره وګوري. تمه ده چې ډېر ژر ځمکنۍ لارې خلاصې شي او عراق به هم د ویزې ورکړه ژر پیل کړي."

هر کال یو شمېر شیعه افغانان د اربعین په نامه مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته ځي.

لسګونه سیلاني او زیارتي شرکتونه د پیسو بدل کې دغو زیارت کوونکو ته د ایران او عراق ویزې اخلي، د سفر او هلته د اوسېدو آسانتیاوې ورته برابروي.

د دوی سفر تر ډېره د ځمکې له لارې وي.

په تېرو څو کلونو کې د کورونا وبا له امله دغه سفرونه ټکني شوي خو د سیلاني او زیارتي شرکتونو د اتحادیې شمېر ښيي چې په ۱۳۸۹ کې یعنې درې کاله وړاندې د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره تر ۶۰ زرو ډېر افغانان ایران او عراق ته تللي ول.

یو شمېر افغانان چې په ایران کې ژوند کوي له هماغه ځایه د زیارت په نیت روانېږي.