تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قرغستان مخکینۍ ولسمشره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې ګومارل شوې
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د قرغستان روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د مشرې په توګه ګومارلې ده.
د ملګرو ملتونو ویاند دفتر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، اغلې اوتونبایوا به د دیبورا لاینز پر ځای د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه کار وکړي، چې ښاغلي ګوتېرش یې فعالیتونه ستایلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مخکینۍ ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د اغلې لاینز څه باندې دوه کلن ماموریت تېره جون میاشت کې پای ته رسېدلی و.
کاناډایۍ دېپلوماتې دېبورا لاینز د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۴مه له جاپاني تدامیچي یاماموتو وروسته دغه ماموریت پیل کړی و.
د یادونې ده، چې اغلې اوتونبایوا مخکې ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کلونو کې د قرغستان ولسمشره وه او له هغه وروسته یې د وزارتونو او بېلا بېلو دیپلوماتیکو پوستونو په ګډون بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې نوموړې د دیپلوماسۍ، مشرتابه او ښاري مدیریت په برخه کې ۳۵ کلنه کاري تجربه لري.
اغلې اوتونبایوا له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۰ کال پورې د خپل هېواد پارلمان غړې وه، او ۱۹۹۱ کال کې یې د مرستیالې لومړۍ وزیرې په توګه کار کړی.
نوموړې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ کال پورې په جورجیا کې د ملګرو ملتونو مبصر ماموریت د مرستیالۍ دنده درلوده او تر دا وروستیو پورې یې د منځګړیتوب برخه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د لوړپوړو سلاکارانو د پلاوي غړیتوب درلود.
نوموړې له مسکو دولتي پوهنتونه د فلسفې برخه کې لوړې زدکړې کړې دي.