تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالب چارواکي:"د مولوي انصاري په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي"
د هرات ولایت مرکزي جامع جومات په چاودنه کې د مولوي انصاري په ګډون ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو حکومت د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل وايي، په ننني ځانمرګي برید کې د مولوي انصاري او د هغه د یوه ورور په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.
د طالب چاروکو د مالوماتو له مخې، دغه ځانمرګی برید نن د هرات په ګازرګاه جامع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله ټوېټرپاڼه د مولوي مجیب الرحمان انصاري له عکس سره لیکلي، "اسلامي امارت یې پر شهادت خواشيني ښيي" او ویلي یې دي چې عاملین به یې د خپل عمل سزا وویني.
پر خواله رسنیو دغه برید ته ځینې منسوبې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې زړه بوږنوونکې دي، ګڼ کسان پر ځمکه پراته په وینو ککړ لیدل کېږي او ښکاري چې چاودنه زوروره وه.
تر اوسه د دغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی
نن په هرات کې د طالبانو د رییس الوزار لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي غونډه هم وه چې مولوي انصاري پکې وینا لرله.
د ښاغلي برادر سکرتر عبدالله عزام پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې تر وینا وروسته یې له "ملا صاحب" اجازه واخیستله او له غونډې ووت او په "ناځوانه برید کې په شهادت ورسېد".
ښاغلي برادر په یوه خبرپاڼه کې د هغه پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې، ویلي یې دي چې مولوي انصاري "تل د هرات عیدګاه جومات له منبره د حق دفاع کوله" او په خبره یې، "د اسلام دوښمنان په خپلو ناځوانمردانه اعمالو غواړي د حق منبر چوپ کړي" او دوی به د دې پېښط تر شا عاملین پخپله سزا رسوي.
د اسلامي همکاریو سازمان هم پرخپله ټوېټر پاڼه دغه برید "په کلکه غندلی" او پخواني ولسمشر حامد کرزي که څه هم د مولوي انصاري نوم نه دی اخیستی خو دغه برید یې غندلی او دا یې د "انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف" کار بللی.
مولوي انصاري: د طالبانو نظام مخالفت کوونکو سر ووهئ
مولوي انصاري د طالبانو رژيم له کلکو ملاتړو دیني عالمانو یو و او څه موده مخکې یې په یوه غونډه کې ویلي وو چې که څوک د اوسني نظام (طالبانو حکومت) په مخالفت کې یو ډېر ووړ حرکت هم کوي، باید سر یې ووهل شي.
د ده دغو څرګندونو بېلا بېل غبرګونونه له ځانه سره لرل او تر ډېره د طالبانو د رژيم مخالفانو له توندو نیوکو سره مخ شو.
د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان د ښځو د حجاب په اړه هم په توندو څرګندونو مشهور و او د پرځېدلي پخواني جمهوري نظام پر مسولانو به یې توندې نیوکې کولې چې ګواکې په هېواد کې د "اخلاقي فساد" مخه نه نیسي.
شاوخوا دوه کاله مخکې هلته د خبرونو سلیک شو چې ویلي یې وو، داسې مذهبي پولیس جوړوي چې په اخلاقي فساد کې ښکېلو کسانو ته به پخپله سزا ورکوي.
ده ویلي وو، "که د ګازرګاه سیمې په شاوخوا کې اخلاقي فساد ووینی خپله به پرې شرعي حدودو تطبیق کړي" او په خبره یې، کله چې حکومت د اخلاقي فساد او جرمونو مخه نه شي نیولی، دا د دیني مشرانو دنده ده چې مټې راونغاړي.
هغه مهال د مولوي انصاري په لارښوونه په هرات ښار کې لویې تبلیغاتي لوحې هم لګول شوې وې چې پر یوې یې لیکل شوي وو: «د ښځو بدحجابي د سړیو بې غیرتي ده»!
پر خواله رسنیو د ده دغه دریځ ته خلکو توند غبرګون ښودلی و او د وخت چارواکو یې په ځواب کې ویلي وو چې د قانون پلي کول او جرم کوونکو ته سزا ورکول د ده نه بلکې د محکمو او دولت کار دی.