کابل کې د "تښتول شوې" ډاکټرې شکریه الکوزۍ مړی موندل شوی

د عکس سرچینه، Afghanistan Medical Council
د افغانستان طبي شورا وايي، د شکریه الکوزۍ په نوم د هغې ډاکټرې مړی موندل شوی چې د نامالومو کسانو له لوري تښتول شوې وه.
دې شورا پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د روغتیايي سکټور د ښځينه ډاکټرانو له ډلې یې "د خیرخانې سیمې د ۱۰۲ بستریز روغتون د نسايي او ولادي څانګې کارکوونکې ډاکټره شکریه الکوزۍ، چې د نامالومو کسانو له لوري په شهادت رسېدلې، جسد یې تېره ورځ موندل شوی دی."

د عکس سرچینه، Afghanistan Medical Council
ویل کېږي دغه ډاکټره تېره پنجشنبه د یوه ناروغ د درملنې په پلمه له خپل کوره وړل شوې او تری تم وه.
د کابل امنیه قومندانۍ پژواک خبري اژانس ته ویلي، پولیسو د ډاکټرې شکریې الکوزۍ مړی د خیرخانې مېنې اړوند سیمې په یوه داسې کور کې په بوجۍ کې وموند چې څوک نه پکې اوسېدل.
مسولانو ویلي په پېښه کې د ککړو کسانو د موندلو هڅه کوي.
لا مالومه نه ده چې دغه ډاکټره چا څه رنګه او ولې وژلې ده.
















