تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر پخواني طالب ویاند د 'اجباري نکاح' تور؛ ویډیو یې پر خواله رسنیو ناندریزه شوې
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند قاري سعید خوستی د یوې مېرمنې لخوا پر 'اجباري نکاح'، ربړونې او تېري تورن شوی دی.
له تېرو دوو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو یوه وېډیو لاس په لاس کېږي چې د الهې په نامه یوه مېرمن پکې ادعا کوي چې قاري سعید خوستي ورسره په زور نکاح کړې او دا یې ربړولې ده، خو ښاغلي خوستي دا ادعا رد کړې ده.
ظاهراً له همدې قضیې سره تړلې دوه نورې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي، چې په یوه کې یوه ښځه قاري سعید خوستی له کوره په زور وباسي.
د دې ویډیوګانو له خپرېدو وروسته قاري سعید خوستي د چارشنبې په ورځ پر ټویټر ولیکل، له الهې سره یې شپږ میاشتې وړاندې د هغې په غوښتنه واده وکړ. نوموړی زیاتوی، وروسته ورته مالومه شوه چې دا مېرمن د 'عقیدې مشکل لري'، او له همدې کبله یې طلاق ورکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا پخوانی ویاند وايي له دې مېرمنې سره په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان دی.
پر خواله رسنیو د دوی د نکاح یو بلنلیک هم لاس په لاس کېږي، خو قاري سعید دا بلنلیک لا نه دی تایید کړی.
دا روښانه نه ده چې پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدونکې ویډیوګانې څه وخت، د چا لخوا او په څه ډول شرایطو یا ځای کې اخیستل شوې دي.
په ویډیو کې د مېرمنې ادعا او د قاري سعید ځواب
په خپره شوې ویډیو کې دا مېرمن ځان الهه معرفي کوي او بیا وايي چې په تېره "سلواغه میاشت کې -کله چې برحاله ویاند و- قاري سعید خوستي په زور او جبر د ملي امنیت ریاست د ننه له ما سره نکاح وکړه، زه ډېره ووهل شوم، هلته پر ما 'تېری' وشو، نه پوهېدم څه وکړم دوی فلم رانه ډک کړ - سعید خوستي مې وېډیو ډکه کړه".
الهه په دې وېډیو کې ادعا کوي چې "ډېرو کرکجنو کارونو ته یې اړایستلم، هره شپه یې پر ما تېری کاوه او وهلم ټکولم به یې".
دا وايي، د تورخم کمېشنرۍ کې د پاسپورټ ټاپه کولو په وخت کې یې ونیوله او وايي ښايي تر دې وېډیو خپرولو وروسته هېڅوک دا ونه ویني "ښايي زه به مړه شم، خو تر زر ځلې مرګه یو ځل مرګ ښه دی".
ښاغلی خوستی وايي، الهه یې "نه وهلې نه ټکولې، د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه، طلاق مې ورکړو، په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم".
د طالبانو د کورنیو چارو دغه پخواني ویاند له طالبانو او افغان ولس بښنه هم غوښتې ده.
نوموړي چارشنبه په یوه بل ټویټ کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دې مېرمنې ته یې 'آن څپېړه هم نه ده ورکړې'. قاري سعید خوستی زیاتوي، حاضر دی چې له دې مېرمن سره د طالبانو او یا هرې بلې محکمې ته ولاړ شي. نوموړي له خلکو غوښتي چې له فامیلي موضوع دې سیاسي استفاده نه کوي.
د طالبانو ځینو غړو پر خواله رسنیو د قاري سعید خوستي ننګه کړې ده، خو طالبانو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
ګڼ شمېر کسانو پر فېسبوک او ټوېټر د یادې مسلې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي، چې پکې ځینو پر پخواني طالب ویاند نیوکې کړې او نورو بیا دا یوه تېروتنه بللې ده.
بي بي سي د یادې قضیې په اړه له قاري سعید خوستي نه مخامخ وضاحت وغوښت. نوموړي ژمنه وکړه چې له څه وخت وروسته به راسره خبرې وکړي. بي بي سي تر دې دمه نه ده توانېدلې چې د دې موضوع په اړه د الهې په نامه مېرمنې سره اړیکه ټینګه کړي.