کابل ښاروالي: د خیرخانې مېنې کوتل سړک پراخوو

د عکس سرچینه، KblMunicipality
کابل ښاروالي د ښار شمال لورته، له سرای شمالي نیولې د خیرخانې تر کوتله د سړک غاړې ته نژدې اوسېدونکو ته لس ورځې وخت ورکړی چې خپل کورونه تش کړي.
د طالبانو د حکومت کابل ښاروال د سیمې له یو شمېر سپین ږیرو سره پر دې موضوع خبرې کړې او د ښاروالۍ له خوا خپرو شویو ویډیوګانو کې خوښ برېښي.
ښاروالۍ ویلي ټاکل شوې ده دغه سړک چې د خیرخانې کوتل له لارې کابل شمالي ولایتونو سره نښلوي، پراخ کړای شي.
په کابل کې د خیرخانې کوتل سړک چې د کابل شمالي ولسوالیو او بیا پروان او شمال ته ځي، هم پیچومی لري او هم لوړ دی، د سړک سور یې هماغه دی چې څلوېښت کاله مخکې و، خو کورونه په تېرو شلو کلونو کې د غره له ډډې د سړک تر څنډې ورسېدل.
د کابل ښاروالی خبرتیا وايي د کابل شمال ته د غځېدلي سړک پراخولو کار په لومړي پړاو کې د سرای شمالي له څلورلارې د کوتل تر بازار مخته ځي چې ۱۵۰ کورونه یې پر لار پراته دي.
ښاروالۍ په یوه ویډیويي خبرتیا کې له سرای شمالي نیولې د خیرخانې تر کوتله د سړک غاړې ته نژدې اوسېدونکو ته یې ویلي چې خپل کورونه تش کړي.
د طالبانو د حکومت چارواکي دغه ځمکې غصب شوې بولي او وايي ځینو خلکو په خپل سر په کې کورونه ودان کړي.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو ریاست غړي نعمت الله بارکزي بي بي سي ته وویل "کابل ښاروالۍ لس ورځې وخت ورکړی چې خپل کورونه تش کړي. ودانۍ چې یې جوړه کړې پیسې یې ورکول کېږي، خو ځمکه دولتي ده، هېڅ پیسې نه ورکول کېږي.
خو بیا هم که څوک سند لري کابل ښاروالي یې په خدمت کې ده. دوی ته څو څو ځلې خبرداری ورکړی شوی او دا وروستی دی چې لس ورځې وروسته موږ ان شاالله نړولو ته اقدام کوو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ښاروالۍ د خبرپاڼو په وینا کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خیرخانې کوتل سړک پر مسیر له استوګنو ښاریانو سره لیدلي او د سړک د پراختیا په اړه یې ورسره بحث او خبرې چې ځینې یې د دوی له خوا په خپرو شویو ویډیو ګانو کې راضي برېښي.
په وروستیو کې کابل ښاروالي د ښاري نظم په نامه ځینې ګامونه اوچت کړل چې هرکلی یې شوی، لکه د پیسو یا کرایې په بدل کې د سړک-غاړې پلورونکو ته د غرفو ورکړه، د ځینو سړکونو جوړول او د خلکو د کورونو استملاک.
خو بل لور ته ځینې خلک په اوسني وضعیت کې چې کاروبار کم شوی او ګراني هم ده، د ښاري نظم ځینې اقدامات داسې اقتصادي ضربه بولي چې هرڅوک یې توان نه لري.
د کابل ښار د بې نظمۍ عمده لامل د خپل سرو کورونو جوړول دي چې آن د غرو څوکو ته هم ختلي خو ټول حکومتونه یې په مخنیوي او یا هم رسمي یا منظمولو کې پاتې راغلي دي.
د خیرخانې کوتل سره نوي جوړ شوي کورونه او ښارګوټي ځینې رسمي توزیع شوي او ځینې خپل سري دي.
د خیرخانې کوتل سړک چې پلازمېنه له کابو لسو شمالي ولایتونو سره نښلوي، سره له دې چې لویه لار ده خو معیاري او پلنه نه ده نو ډېری مهال د ټرافیکو پېښو او ګڼه ګوڼې له امله مسافرین په کې په ساعتونو ځنډېږي.
مخکیني حکومت کې هم د دې سړک پر لویولو ډېرې خبرې وشوې خو عملاً په کې کوم بدلون رانغی.
ځینې خلک شمالي ولایتونو ته د پلازمېنې کابل ختیځ کې پر نوي سړک چې له دهسبز له لارې د پروان باګرام ته غځېدلې تګ راتګ کوي.



















