تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خېرسون بېرته نيول؛ "زرګونه روسي ځواکونه له خطر سره مخ دي"
د بریتانیا د دفاع او استخباراتو چارواکو ویلي، اوکراییني ځواکونو د هېواد سویلي ښار خېرسون اړیکې پرې کړې او په دې توګه دلته زرګونه روسي پوځیان چې د ډینيپرو له سیند سره نژدي دېره دي له خطر سره مخامخ کړي دي.
د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکو دا هم ویلي چې اوکراییني ځواکونو پر سیند ځانته پول جوړ کړی او پر سیند یې د دریو نورو پلونو د الوزولو لپاره نوې وسلې کارولې دي.
خو روسي پلوه چارواکو دا خبره رد کړې چې ګواکې اوکراییني ځواکونه دې د خرسون ښار ته اوښتي وي. د اوکرایین د ولسمشر یوه سلاکار بیا ویلي چې روسي ځواکونه له ختیځ نه سویل ته استول شوي چې د خېرسون ښار دفاع وکړي.
د لوېدیځو هېوادونو پوځي سرچینې وايي، اوکرایین کې د دې هېواد اشغال شوي ښار خېرسون بېرته نیولو لپاره کمپاین په 'چټکۍ سره چمتو کېږي. ' خېرسون ته د غځېدلې لارې اوږدو کې یو مهم پل له هغه وروسته له کاره ولوېد، چې اوکرایین ځواکونو د امریکايي توغندي ګوزار پرې وکړ.
د بریتانیا دفاعي چارواکي وايي، ''خېرسون ښار اوس په مجازي توګه له نورو اشغال شویو سیمو سره اړیکه نه لري. ''
له ستراتیژیک پلوه مهم خېرسون چې د دنیپرو سیند پر غاړه پروت دی، په جګړه کې لومړنی ښار و، چې د مسکو پوځیانو ولکې ته کېوت. د سې شنبې پر ورځ اوکراییني پوځیانو پر انتونیفسکي نومي پله د هیمارس نومې توپخانې سیسټم ګوزارونه وکړل، چې د لوېدیځوالو پوځي سرچینو په وینا له کبله یې د تګ راتګ دا لار ''په بشپړه توګه له کاره لوېدلې. ''
دا پر یاد سیند له تړل شویو پلونو وروستی هغه دی، چې په نښه کېږي. مسکو د دې سیند په لوېدېځه برخه کې د خپلو ځای پر ځای شویو پوځیانو اکمالاتو لپاره پر همدې پله تکیه درلوده، خو اوس داسې احتمال شته چې دا پوځیان له خپلو نورو ملګرو ګوښي پاتې شي.
پوځي سرچینې خېرسون ''له سیاسي پلوه د روسیې لپاره د اشغال په تاج کې د غمي '' په څېر بولي چې په وینا یې ''له لاسه وتل به یې د روسیې هغه هڅې تر پوښتنې لاندې راولي چې د دې سیمې نیول خپله بریا بولي. ''
بل لور ته په ورځنیو استخباراتي معلوماتو شریکو لړ کې د بریتانیا پوځي چارواکي وايي، په دې سیمه کې د اوکرایین ځواب برید چمتوالی چټک کېږي او په وینا یې د کیېف ځواکونه ''ښايي د اینګلویتس سیند په لوېدیځ کې یو ځای کېږي چې د روسیې اشغال شوي خېرسون شمالي څنډه ده. ''
بل لور د اوکرایین ملي امنیت شورا سکرتر اولیکسې دانیلوف وايي: ''مسکو اوس د خېرسون پر لور زیات پوځیان لېږدوي. ''
بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سر چینو د دې ادعا تایید ترلاسه کړي.
هلته په ختیځ دونیڅک کې بیا روسي پوځ ادعا کړې چې د اوکرایین پر دویم تر ټولو لوی برېښناکوټ یې ولکه ټینګه کړې، چې د وهلیهیرک ډبرو سکرو برېښناکوټ په نامه یادېږي.