افغانانو ته د پاکستانۍ ویزې ستونزه؛ طالبان څه وايي؟ پاکستان څه غواړي؟

    • Author, محمود جان بابر
    • دنده, ژورنالیست، کابل
  • د خپرېدو وخت

فهد (مستعار نوم) کابل کې د ګلبهار په نوم له ستر سوداګریز مرکزه د راوتلو په حال کې و. له څېرې يې ښکاریدل چې یو څه ته اندېښمن دی. ما ترې د ټلېفون د یوه شرکت د نمایندګۍ ادرس وپوښت او ده یې لاره راوښوده.

همدې کې یې له ما نه هم پوښتنه وکړه چې ایا ته پاکستانی یې؟ ورته ومې ویل "هو ...‌ ولې؟"

ناڅاپه یې چلن بدل شو او راته کړل یې چې راځه زه درسره ځم. فکر مې وکړ چې دا د افغانستان او پاکستان د معمول مېلمه پالنه ده خو لار کې یې چې د پاکستان د ویزې پوښتنه رانه وکړه نو سملاسي یې ما سره د راتګ په لامل پوه شوم.

پر افغانستان تېر کال د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته دا اوس بیخي عامه شوې ده چې که ته افغانستان کې یې او خلک پوه شي چې پاکستانی یې، نو پر دوو مسایلو به درسره غږېږي.

لومړی پر ډیورنډ کرښه د اوښتلو پر مهال د ستونزو په اړه او دویم دا چې ایا تاسې ورسره د ویزې ترلاسه کولو کې څه مرسته کولی شئ او که نه؟

اوس افغانستان کې د ګڼو خلکو یوه لویه هیله دا هم ده چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.

ما فکر کاوه چې د یوه کال په تېرېدو به اوس افغانستان کې د هغو خلکو شمېر یو څه راکم شوی وي چې له خپل هېواده د وتلو هیله لري، خو نه، داسې نه ده.

د تېرې جون میاشتې وروستیو کې مې چې افغانستان ته د خپل لنډ سفر پر مهال کابل کې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز او د پېښور د سیمه ییزو مطالعاتو د انېسټیټیوټ ګډ سیمینار کې د افغانستان د څلورو، پنځو وزارتونو له مهمو کسانو واورېدل نو راته مالومه شوه چې ویزې اوس د خلکو فردي ستونزه نه ده بلکې د طالبانو حکومت ته هم له خپلو خلکو سره د مرستې لپاره مهمه موضوع ده.

"د افغانانو د وینو برکت"

د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په دوحه کې له امریکایانو سره د مذاکراتو پر مهال ډېر پېژندل شوی او په دې لړ کې یې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دی. دی له ګاونډیو هېوادنو افغانانو سره د ویزو په تړاو د نرمښت هیله کوي.

هغه په دغه سیمینار کې وویل، دا چې اوس ایران او پاکستان امن او ارام دي نو "دا د افغانانو د وینو برکت دی".

د نوموړي په وینا افغانانو قربانۍ ورکړې، روس او امریکا یې مات کړل او د همدې په برکت اوس ایران او پاکستان خوندي دي.

ښاغلی ستانکزی وایي، افغانان له اوله سره له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه او له ایران سره پر پوله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د نوموړي‌ په وینا دغه ګاونډيان یې باید افغانانو ته خپلې پولې پرنیزي.‌

د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت سلاکار محمود شاه هم دغه سیمینار کې وویل چې پاکستان دې ورتلونکو افغانانو لپاره د ویزې شراېط پای ته ورسوي.‌

هغه له ایران او ترکیې هم وغوښتل چې د مسلمانو هېوادونو په توګه له افغانانو سره ښه چلن وکړي.‌

کله چې مو د عامو افغانانو او طالب چارواکو د شکایتونو پوښتنه کابل کې د پاکستان د سفیر منصور خان مخ ته کېښوده نو نوموړي د ویزو برخه کې د ستونزو له موجودیت انکار وکړ.

هغه وویل "موږ کابل کې د ورځې تر ۱۶ سوه او د کونسلګریو له لارې په مجموعي‌ ډول تر ۲ زره پورې ویزې صادروو چې د بل هر هېواد پرتله د افغانانو لپاره ډېرې ویزې دي."

د نوموړي په وینا د طالبانو حکومت له پیله تر اوسه له دوه سوه زرو ډېرو افغانانو ته ویزې ورکړې دي. په دوی کې ګڼ هغه کسان هم دي چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان د ترانزیټ په توګه کاروي.

پر پاکستانۍ ويزه کله زر ډالر لګښت هم راځي

‌خو افغانانو ته د پاکستان ویزه ډېر کله ګرانه پرېوځي‌ او ان تر ۱۰۰۰ ډالرو لګښت پرې راځي.

کابل کې د پاکستان سفیر په دې اړه د پوښتنې ځواب کې وویل چې د دوی لخوا د ویزې لپاره ټاکل شوی فیس اته امریکايي ډالر دی، خو که له سفارت بهر څوک د ویزو له غوښتونکو تر دې ډېرې پیسې اخلي نو دا په دوی پورې تړاو نه لري.

ښاغلی منصور احمد خان مني چې کابل کې ګڼ شمېر سیاحتي شرکتونه له خلکو د پاکستان د ویزو لپاره ډېرې پیسې اخلې او وایي طالبانو ته یې د دغه کار شکایت هم کړی دی.

هغه پاکستان ته د تلونکو افغانانو لپاره د ویزې شرط د لغوه کېدو غوښتنې به اړه وایي چې د نړۍ بل هېڅ هېواد او ګاونډي افغانانو ته دا اسانتیا نه ده ورکړې او دوی هم دا کار نشي کولی.

د پاکستان سفیر دې مرکه کې دا هم راته وویل چې ژر به د سپین بولدک - چین پر دروازه هم د تګ راتګ لپاره ویزه درلودل اجباري شي.

هلته اوس د کرښې د دواړو غاړو خلک په تذکره او شناختي کارډ هم تلی راتلی شي.

ډېر افغان د کاروبار او درملنې لپاره هم پاکستان ته تګ راتګ کوي

‌کڼ نور بیا داسې دي چې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال پاکستان کې اوسېدلي او ځینې خپل خپلوان یې لا هم هلته اوسېږي.

پاکستان کې هم یو شمېر کسان افغانانو ته له ویزې پرته دغه هېواد ته د ورتګ د اجازې غوښتنه کوي چې له ډلې یې په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند هم شامل دی.

رستم شاه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند غړی دی. دی د خیبر پښتونخوا اعلی سکرټر او د پاکستان کورنیو چارو وزارت سکرټر هم پاتې شوی.

نوموړی وایي پاکستان باید د ویزو په معامله افغانان نور ناراضه نه کړي او پر تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکړي.‌

هغه زیاتوي چې په دې تړاو اوسنۍ پالیسۍ سوداګرۍ ته زیان اړولی او د دواړو هېوادونو خلک یې د خپلوۍ په پاللو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د رستم شاه مومند په وینا، د پاکستان د ۱۹۵۱ کال د تابعیت قانون له مخې، هر هغه افغان وګړي ته باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي چې د کوم جرم له ترسره کولو پرته یې په دغه هېواد کې پنځه کاله تېر کړي وي.

هغه وایي افغانان به په دې توګه هلته کاروبار وکړای شي، ماشومانو ته به یې د زدکړو زمینه برابره شي او په دې توګه پاکستان ته ګټور زبادېدای شي.

"پر ډيورنډ کرښه نوی لاسلیک"

‌خو د افغانستان د چارو کارپوه فضل واحد په دې اړه، چې پاکستان ولې له لسیزو راهیسې هلته مېشتو افغان کډوالو ته تابعیت نه ورکوي،‌ وايي‌ دا کار هغومره ساده هم نه دی چې ځینې خلک یې فکر کوي.

دی وایي‌ د کډوالو په اړه جلا قوانین او د ملګرو ملتونو پروټوکولونه موجود دي.

فضل واحد وایي که پاکستان له لسیزو راهیسې هلته مېشتو افغانانو ته تابعیت ورکوي نو قوانین باید بدل کړي.

دی زیاتوي "بله خبر دا ده چې پاکستان له ۱۹۴۷ کال وروسته هغو ټولو تړونونو ته ژمن دی چې بریتانوي حکومت له افغانستان سره کړي. په هغو کې تر ټولو مهم تړون د ډیورنډ کرښې دی، چې افغانستان دا موضوع د پاکستان له جوړېدو وروسته په بېلابېلو نړیوالو دریځونو راپورته کړې، خو بریالی شوی نه دی. پاکستان پخپله هم غواړي چې دلته مېشتو افغانانو ته تابعیت یا تر هغې لږ څه کم حیثیت ورکړي، خو غواړي افغان حکومت یو ځل بیا ورسره پر ډیورنډ تړون لاسلیک وکړي او هغه ورسره نوی کړي، ځکه چې له ۱۹۱۹ کال راهیسې پر دغه تړون بیا لاسلیک نه دی شوی."

د افغانستان د چارو دغه شنونکی وايي، افغانانو ته د پاکستان لخوا د تابعیت د ورکړې موضوع اداري نه بلکې سیاسي مساله ده او پاکستان غواړي چې د دې بدل کې یو ځل بیا ورسره پر ډیورنډ تړون لاسلیک وشي.