کراچۍ او سېند کې تاوتریخوالی؛ دوه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

کراچی، سہراب گوٹھ
د خپرېدو وخت

د پاکستان سېند ايالت دويم لوی ښار حیدراباد په يوه هوټل کې د شخړې په ترڅ کې د يوه ملتپال ګوند کارکوونکي بلال کاکا له وژل کېدو وروسته، د دغه ايالت او کراچۍ په بېلابېلو برخو کې تاوتريخوالي لا هم روان دي.

د کراچۍ پولیس وايي، په سهراب ګوټ کې د اخ ډب پرمهال دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۹۰ مشکوک نور نېول شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو په وینا، په اخ ډب کې ښکيلو کسانو وسلې او کوتکونه درلودل او د کراچۍ د بسونو اډه کې لوټ کاوه.

پولیس وایي، لاریونیان تر ۲۰۰۰ کسان وو چې د لاریون پرمهال موټرو ته اور اچول شوی او څلور کسان ټپیان شوي هم دي.

پېښه څنګه رامنځته شوه؟

پېښه د جولای پر ۱۲ مه نېټه د حيدراباد په قاسم اباد سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې په يوه هوټل کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال د ځوانانو او هوټل کارکوونکو تر منځ شخړه وشوه، چې په ترڅ کې يې د سند جيې ملتپال ګوند غړی بلال کاکا ووژل شو.

د هوټل مالکان چې پښتانه دي وايي، دغه کس د دوی په هوټل کې ډوډۍ خوړلې وه چې بيا يې د پيسو له ورکولو ډډه کوله چې له امله يې شخړه وشوه.

د قاسم اباد پوليس وايي، د بلال پر ضد لږ ترلږه ۱۲ د پوليسو قضيې ثبت وې چې په هغو کې د غيرقانوني وسلې ساتلو او د د وژنې هڅو تورونه هم موجود دي.

خو د نوموړي ورور دغه تورونه ردوي.

بلال کاکا

د عکس سرچینه، Social Media

له دې پېښې وروسته نه يوازې په حیدراباد بلکې په کراچۍ او نورو سيمو کې سنديانو د يو شمېر پښتنو کاروبارونه ورتړلي چې په هغو کې تر ډېره د چای ځايونه او رستورانونه شامل دي.

د راپورونو له مخې سندي مېشتو سيمو کې د پښتنو او پښتون مېشتو سيمو کې د سنديانو پر ضد د تاوتريخوالي پېښې رامنځ ته شوې دي.

په کراچۍ کې، د پنجشنبې ماښام، قهرجنو خلکو په پښتون مېشته سهراب ګوټ سيمه کې سړک بند کړی و او د هوايي ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د خبریال فیض الله په وینا د پاکستان د پیپلز ګوند او جي یو آی په سیمه ايزو دفترونو بريد شوی دی.

د سند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن په سند کې د عوامي نشنل ګوند له مشر شاهي سيد او د سنديانو قامي عوامي تحريک له مشر اياز لطيف سره خبرې کړې او د ارامۍ په راوستلو کې يې د مثبت رول ادا کولو غوښتنه کړې ده. د شرجیل میمن په وینا، دواړو مشرانو د خپلې بشپړې همکارۍ او هڅو ډاډ ورکړی دی.

شرجیل انعام میمن وايي، د وژل شوي ځوان په قضیه کې یو تورن هم نیول شوی دی. پوليسو له پېښې وروسته يو شمېر ځوانان هم نيولي چې د سوداګرو شتمنيو ته يې زيان اړولى دى.

سندھ، مظاہرہ

د جيې سند قومي محاذ مشر نياز کالاني په مشرۍ په قاسم آباد کې احتجاجي ناستې رابللې شوې او غوښتنه يې کوله چې ټول ښکېل کسان دې ونيول شي.

د حیدراباد پوليسو مشر امجد شیخ د مظاهره کوونکو له مشرتابه سره خبرې کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې د دوی غوښتنې به پوره کوي.

د ارامۍ غوښتنه

پر ټولنيزو رسينو دغې پېښې ته ګڼ غبرګونونه ښودل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتن پر فېسبوک پيغام کې ويلي، "په سند کې د پښتنو پر خلاف د تاوتریخوالي فضا خپره شوې ده او ډېری کاروباري ځايونو ته زيان اړول شوی دی". نوموړي د سند له پوليسو غوښتي چې د ټولو خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

منظور پښتين ټينګار کړی چې دا پېښه دې له قانوني پلوه حل کړل شي او له دواړو خواو يې غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د حیدر آباد فعالې ماروي اعوان بيا پر فېسبوک لیکلي، "دا مسله د سندي پښتانه په شخړه بدله شوې چې د نوموړې وينا په سند کې د سولې لپاره ګواښ دی. موږ باید وضعیت په قانوني توګه سمبال کړو، سند د سولې ټاټوبی دی، نسل پرستي مه کوئ."