پاکستان ټاکنې او د کراچۍ پښتانه
د خپرېدو وخت
د پاکستان سږنیو ټاکنو ته د کراچۍ، میلیونونو پښتنو هم خپل کاندیدان نومولي دي. د کراچۍ پښتنو پخوا هم په پارلمان کې څوکۍ تر لاسه کړي او واک ته رسېدلي وو، خو ځینې خلک شکایت کوي چې هغسې چې لازمه وه، کار یې هېڅکله ورته نه دی کړی. دوی وايي، اوس تمه ده دا ده چې که بل هېڅ نه وي، نوي استازي به یې، د بې اوبو والي، کنډ کپر سړکونو، ښونځیو او روغتونو د کموالي غم وخوري. ځايي خبریال، عرفان خټک، په دې رپوټ کې، د کراچۍ د پښتنو ژوند ته یوه لنډه کتنه کوي.