کولرا ته ورته ناروغي د افغانستان په څو نورو ولایتونو کې هم خپره شوې

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان په درېیو سوېلي او سوېل لویدیځو ولایتونو کې کولرا ته د ورته ساري ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي چې پرې اخته کسان یې له شدید نس ناستي سره مخ کړي دي.

دې ناروغۍ تر اوسه د هلمند په باغران ولسوالۍ کې تر ټولو ډېر یاني شل تنه مړه کړي او اوس کندهار او زابل کې هم خپره شوې ده.‌

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا چارواکي که څه هم وايي چې لا په دې اړه څېړنې روانې دي چې مالومه کړي، دا ریښتیا هم کولرا او که کومه بله ناروغي ده خو وايي چې د لومړنیو لابراتواري ازموینو له مخې ښکاري چې کولرا ده.

دا اندېښنې لا له وړاندې وې چې د هوا له تودېدو او ورسره مل ویجاړوونکي سېلابونه به ځايي خلک پر ډول ډول ناروغیو اخته کړي. ورپسې د لوی اختر راتګ، چې خلک پکې د عادي ورځو پرتله د قربانۍ غوښې ډېرې خوري، دا خطر زیاتوي. اوس داسې ښکاري چې کولرا ته ورته د ساري ناروغۍ څپه د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې په خپرېدو او پراخېدو ده.

د دغه هېواد په سوېل او سوېل لویديځو ولایتونو هلمند، کندهار او زابل کې ځینې ځايي خلک وايي چې د کولرا ناروغي پکې ګډه شوې چې شدید اسهال یا نس ناستی لري.‌

تازه پیښې د زابل په شهر صفا، شاه جوی، دایچوپان ولسوالیو او د دغه ولایت په مرکز کلات کې رامنځ ته شوې دي.

لاملونه: ناپاکې اوبه څښل، سېلابونه او د قربانۍ ډېره غوښه خوړل

د زابل ولایت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حماد نیازی وایې چې دا ناروغي له وړاندې په ډېرو سیمو کې خپره شوې او دی یې هم لامل ناپاکې اوبه او وروستي سېلابونه بولي.

ښاغلي نیازي بي بي سي ته وویل، " نن د زابل په شهر صفا ولایت کې د کولرا ناروغۍ پېښې شوې دي. خو په وخت سره د صحت عامې له لوري ګرځنده ډلې سیمې ته ولېږل شوې، د ناروغانو درملنه پخپلو کورونو کې وشوه. د ځینو چې روغتیايي وضعیت ډېر خراب و، هغه روغتونونو ته ولېږدول شول. تر دې دمه ناروغي په ښه ډول کنټرول شوې ده او د مړینې کومه پېښه نه ده شوې".

که څه هم د زابل له دایچوپان ولسوالۍ له دې کبله د درو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی خو د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وايي چې، ""درې، څلور کسان مړه شوي چې هغه ماشومان وو او ځینې غټان هم پکې شته. خو هغوی نورې ناروغۍ هم درلودلې، خوارځواکي هم پکې وه. په وخت یې درملنه نه وه شوې. تر دې پرته نور تلفات نه لرو او وضعیت کنټرول دی".

ښاغلی حکیمي همدا راز زیاتوي چې په دغه ولایت کې پر "نس ناستي" د اخته کسانو ثبت شوې شمېرې ۱۳ سوو تنو ته رسېږي خو په خبره یې د مړینې پېښې نه لري.

له زابل لږ وړاندې د کندهار په ځينو لرو پرتو سیمو کې هم کولرا ناروغي خپره شوې او خلک یې له کړاو سره مخ کړي دي.

د کندهار د میرویس دولتي روغتون مسولان وایي چې یوازې دې روغتون ته لسګونه ناروغان وروړل شوي چې پر کولرا اخته دي.

خو د کولرا ناروغۍ له کبله د مړینې د ډېروالي له پلوه بیا هلمند تر کندهار او زابل دواړو مخکې دی. هلته دې ناروغۍ د هلمند لرې پرته باغران ولسوالي تر ټولو ډېره ځپلې ده.

که څه هم په دې اړه ضد و نقیض شمېرې ورکول کېږي خو د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض بي بي‌ سي پښتو ته وړمه ور وویل چې، "نژدې ۲۰ تنه شهیدان شوي او ۱۲۰ نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي".

د هلمند د عامې روغتیا ریاست ویلي چې بیړنۍ روغتیايي ډلې یې سیمې ته لېږلې دي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې پر دې ناروغۍ تر ډېره ماشومان اخته شوي دي چې د درملنې لپاره د باغران ولسوالۍ کلېنېک ته وړل شوي دي.

دا کولرا ناروغي ده او که نه ده، تشخیص یې ولې نه دی شوی؟

د ولایتونو په کچه روغتیایې او نور چارواکي دې ناروغۍ ته د کولرا نوم ورکوي، خو د عامې ورغتیا وزارت بیا وایې چې پدې اړه یې څېړنې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان بي بي سي ته وویل چې د هوا له تودېدو سره دا ډول موسمي ناروغۍ پیدا کیږي چې دوی ورته له وړاندې چمتوالی لري، خو‌ په خبره یې، لږ تر لږه اوس د کولرا نوم نه شي ورکولای.

ښاغلی زمان زیاتوي، "دا چې دا کولرا ده او که نه ده،‌ سمپلونه مو اخیستي او لابراتوار ته لېږل شوي. تر اوسه د کولرا په اړه داسې مثبت شواهد نه شته".

د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي هم ورته خبره کوي خو وايي چې د لومړنیو لابراتواري څېړنو له مخې د دې ناروغۍ نښې کولرا ته ډېرې ورته دي.

خو ولې تر اوسه تشخیص شوې نه ده؟

ښاغلي‌ حکیمي یې په ځواب کې بي بي سي ته وویل، " مخکې مو چې کابل ته کوم سمپلونه لېږل، د ځنډ له کبله یې کېفیت خرابېده نو سم تشخیص یې نه کېده. اوس الحمد الله نوي وسایل او الات او محلولونه لرو چې سمپلونه ورباندې وڅېړل او په ښه بڼه کابل ته ورسېږي. انشاءالله یوه اوونۍ کې به یې یقیني تشخیص وشي".

د طالبانو حکومت روغتیايي چارواکي وايي چې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره یې په بېلا بېلو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه ډېر کړي دي او تمه لري چې د یوې میاشتې په اوږدو به یې کنټرول کړای شي.

دوی وايي، په کومو ولایتونو کې چې د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي، هلته یې روغتیايي ډلې لېږلې دي چې په تېرو څو ورځو کې یې د ګڼو کسانو درملنه کړې او بېرته یې خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.

خو له ډلې یې لا هم ګڼ کسان شته چې په روغتونونو کې بستر دي.

پر دې ناروغۍ اخته کسان شدید اسهال لري او تر خولې-نسه وي. د ډاکټرانو سپارښتنه ورته دا وي چې باید ډېر مایعات یا اوبلن خواړه وخوري.

روغتیاپلان همدا راز ټینګار کوي چې له دا ډول ساري ناروغۍ د ځان ساتنې لپاره باید پاکې اوبه وڅښل شي، مېوه او د مینځلو وړ خوراکي توکي باید په پاکو اوبو پرې مینځل شي او د خپلو لاسونو او بدن پاکوالي ته هم خاص پام وشي.