واروا وژونکی پرازیټ؛ اسټرالیا د شاتو میلیونونه مچۍ قرنتین کړې

A bee with a varroa mite visible

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

اسټرالیا د یوه وژونکي پرازیټ تر لیدل کېدو وروسته پرېکړه کړې چې د شاتو میلیونونه مچۍ قرنتین او زرګونه لمنځه یوسي.

'واروا ډېسټرکټور' لومړی ځل تېره اوونۍ سیډني ته څېرمه یوه بندر کې لیدل شوی و، خو تر هغې وروسته تر ۱۰۰ کیلومترو هاخوا هم کندوانو کې کتل شوی.

د دغه پرازیټ خپریدا د شاتو او خوړو د تولید صنعت ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت د زیان اوښتلو خطر پېښ کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې د یوې نوې بایو امنیتي‌ ساحې د شاتو مچیو ساتونکي نشي کولی چې تر بل امره خپل مچۍ، کندوان او د مچیو ځالې له یوه ځای بل ته ولېږدوي.

اسټرالیا تر دې وړاندې د نړۍ یوازنۍ لویه وچه وه چې د شاتو مچۍ پکې له واروا کنو خوندي وې.

دغه ناروغي د شاتو مچیو ته تر ټولو ستر خطر ګڼل کېږي.

دغه اپت چې د کونځ 'کنجد' یوې دانې هومره دی، له مچیو په تغذیې سره هغوی کمزوې کوي او وژني یې او همدا راز د ویروسونو د انتقال لامل کېږي.

A bee with a varroa mite visible

د عکس سرچینه، Getty Images

تر هغې وروسته چې نیو ساوت وېلز لروبر اوو مختلفو ځایونو کې دا 'کنې' وکتل شوې، چارواکو د دې وبا کنټرول لپاره بېلابېل بیو امنیتي ګامونه معرفي کړل.

په دې لړ کې پرېکړه شوې د دغو ځایونو لس کیلومترۍ کې اېښودل شوي کندوان به له منځه وړل کېږي او شاوخوا ۲۵ کیلومتره واټن کې د مچیو ځالې به په ټینګه څارل کېږي.

پر دې سربېره له یوه ځایه بل ته د مچیو پر لېږدېدو هم بندیز لګول شوی دی.

چارواکو ویلي که د دغو کنو خپرېدا دوام ومومي نو یوازې د شاتو د تولید صنعت ته کال کې د نږدې پنځوس میلیون امریکایي‌ ډالرو په ارزښت زیان اړولی شي.

د ویډیو تشریح، د پښتونخوا شاتو مچۍ چېرې لاړې؟

اسټرالیا کې د بادامو، مڼو او اواکېډو په ګډون د میوو یو درېمه برخه تولید د مچیو په وسیله ګرده کېدو (pollination) پورې تړلی.

چارواکو ویلي "مچۍ زموږ د تولیداتي نظام یوه نه بېلېدونکې برخه ده. دا یوازې د شاتو مچیو صنعت ته نه، بلکې په لویه کې ټولنې ته یوه اندېښنه ده."

تر دې وړاندې د اسټرالیا کوینزلنډ‌ او وېکټوریا کې د واروا کنو د خپردا مخه په بریالی ډول نیول شوې او له منځه وړل شوي.

کروندګرو نیو ساوت وېلز کې هم د دې وبا مخنیوي لپاره راتلونکې څو ورځې برخلیک ټاکونکې بللې دي.