هند افغان سیکانو او هندوانو ته انلاین ویزې ورکوي؛ طالبان وایي د ټولو وګړو امنیت به ساتي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغان پلازمېنه کابل کې د سیکانو پر یوه ګوردواره د وسله والو تر برید یوه ورځ وروسته د هند د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته به برېښنايي (انلاین) وېزې ورکوي.

د شنبې د ورځې برید مسؤلیت د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې منلی او لږ تر لږه یو سیک او یو طالب پکې ووژل شول او اوه کسه نور ټپیان شول.

دې ډلې ویلي، دا برید یې د یو شمېر هندي سیاستوالو لخوا د اسلام د پیغمبر پر ضد د کړو څرګندونو په غچ کې کړی دی.

اوس د هند حکومت وايي، افغان سیکانو او هندوانو ته یې د الکترونیکي وېزو د ورکولو موخه د دوی خوندیتوب ته لومړیتوب ورکول دي، چې دوی په خوندي توګه له افغانستانه ووتلی شي.

د هند د کورنیو چارو وزارت وايي، د بېړنیو وېزو د ورکولو پرېکړه له څارګرو ادارو سره تر بحث او افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو تر ارزولو وروسته شوې ده.

غبرګونونه

د هند حکومت له دې اعلان وروسته افغان طالبانو ویلي، په افغانستان کې د هر وګړي امنیت ساتل د دوی مسؤلیت دی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه بي بي سي ته وویل، د هند حکومت دې اعلان ته کوم غبرګون نه لري، خو د کابل پر ګوردواره د برید مسؤلین به نیول کېږي‌ او مجازات کېږي به.

د نوموړي په وینا، له دې وروسته به د مذهبي لږکیو امنیت ساتنې ته لا پام ډېرېږي، ځکه یو شمېر کړۍ غواړي په دا ډول بریدونو سره د افغانانو ترمنځ اندېښنه او بدبیني پیدا کړي.

تېره شنبه ګهیځ د کابل کارته پروان سیمه کې د سیکانو پر یوازېني معبد (ګوردوارا) داسې مهال برید وشو، چې هلته شاوخوا ۳۰ عبادت کوونکي موجود وو، د طالبانو امنیتي ځواکونو د برید کابو کولو لپاره مداخله وکړه او له پېښې وروسته یې وویل، د ټولو برید ګرو او د یوه ولسي وګړي او یوه طالب امنیتي کس په وژل کېدو برید پای ته ورسېد.

په هند کې افغان سفیر فرید ماموندزي افغان سیکانو او هندوانو ته د انلاین وېزو د ورکړې په تړاو پر ټویټر د هندي حکومت د چټک غبرګون ښودلو له کبله مننه کړې.

نوموړي لیکلي، افغان مذهبي لږکي، د مدني ټولنې غړي او په هندي پوهنتونونو کې افغان محصلان په دې حساس وخت کې د وېزو ورکولو مرستې ته اړ دي.

"موږ تل په سختو وختونو کې د یو او بل تر څنګ ولاړ یو. افغانان پیوستون او ملاتړ ته اړتیا لري هند ته د یوه ښه دوست په سترګه ګوري چې د اړتیا وړ مرستې به وکړي. افغانان باید یوازې پرې نه ښودل شي".

دا برید په کور دننه او بهر وغندل شو. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وویل کابل کې د سیکانو پر ګوردوارا وحشي برید ټکان ورکړ او دا برید غندي.

کابل کې پر سیکانو وړاندې هم بریدونه شوي. د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵مه هم کابل کې د سیکانو پر ګوردواره برید کې د هندي وګړو په ګډون لږترلږه ۲۷ کسان ووژل شول.

هند وايي په ۲۰۲۰ کې د هندوانو او سیکانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته رسېده، چې تېر کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو افغانانو په څېر هم د سیکانو او هندوانو کورنۍ له هېواده وتلو ته اړ ایستل شوې.

هند دا هم وايي چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ هندوان او سیکان اوسېږي، چې په وینا یې هلته په "ډېر کم شمېر کې هندوان او سیکان لږکي له سختو ګواښونو سره مخامخ دي".

تېر کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هندي حکومت له افغانستان سره د خپلو اړیکو بېرته پیلولو لپاره یو استازی هم کابل ته ولېږه او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې خبرې وکړې.

هند وايي له افغانانو سره د همکارۍ په لړ کې یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نژدې ۲۰۰ افغانانو ته الکترونیکي وېزې ورکړې دي.

هندي حکومت وايي ځکه یې ډېرو افغانانو ته الکترونیکي وېزې نه دي ورکړې چې افغانستان پي ار سي کې شامل شوی او کوم هېواد چې په دې کې راشي نو وګړي یې تر هغو هند ته سفر نه شي کولی چې د هند د کورنیو چارو وزارت یې د دوسیې له پاکوالي ډاډمن نه شي.

هند وايي پي ار سي کې د پاکستان، عراق، سودان، پاکستانی الاصله بهرنیان او بې هېواده وګړي شامل دي. او چین یوازې د کاري وېزو له مخې پکې شامل شوی.