د افغانستان بشري حقونو کمېسیون وايي، د طالبانو له لوري یې د منحلولو پرېکړه 'د منلو نه ده'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له لوري د دې کمېسیون لغوه کول ناسمه چاره بولي او وايي، په افغانستان کې به د بشري حقونو دفاع لپاره خپل فعالیتونه روان وساتي.

یاد کمېسیون له طالبانو غوښتي چې د دوی کاري خپلواکي او دندې ته درناوی وکړي.

دې کمېسیون پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ویلي و، چې ټول دفترونه یې ''اشغال شوي، او طالبان د دوی له ټولو وسایطو ګټه اخلي... چې له کبله یې دوی نه توانېږي دندې ته دوام ورکړي. ''

بل لور د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هغه اعلامیه کې چې د سې شنبې پر ورځ خپره شوه، د طالبانو له لوري د یو شمېر افغان ادارو منحلولو له کبله اندېښنه څرګنده شوې ده.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تازه اعلامیه کې د ''طالبانو تش په نامه حکومت '' له لوري د دې کمېسیون منحلولو پرېکړه د دوی له صلاحیته پورته چاره بلل شوې او په وینا یې د منلو نه ده.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو دې پرېکړې ته ''پراخ ملي او نړیوال '' غبرګونونه څرګند شوې او ''په افغانستان کې یې د بشري حقونو اړوند ارزښتونو او اړوند اډانې په هکله تاوده بحثونه راپورته کړي دي. ''

کمېسیون استدلال کوي چې دغه اداره د اساسي قانون او ''پاریس اصولو '' غوندې نړیوالو منل شویو سندونو له مخې تایید شوې وه.

د کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي، ''په نړیواله کچه معتبر حیثیت لري او د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سیمه ییزو او نړیوالو نړیوالو سازمانونو، مدني فعالانو او د بشري حقونو له ملاتړو حکومتونو سره اړیکي لري. ''

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې په بهر کې به ''د اغېزمنو نړیوالو ادارو '' په همغږۍ د متخصصو کسانو داسې کاري ډله وګوماري چې په داخل او بهر کې به د افغانانو بشري حقونو دفاع کوي.

د یادونې ده چې طالبانو نژدې دوې اونۍ مخکې د نوي مالي کال له پیل سره سم یو شمېر سازمانونه او ادارې منحل کړې، چې د بشري حقونو خپلواک سازمان، د اساسي قانون څارنې کمېسیون، د افغانستان ملي شورا دارلانشا، ملي روغې جوړې عالي شورا، او ملي امنیت شورا پکې شاملې وې.

د طالبانو وزیرانو شورا له دې مخکې د ارشدو سلاکارانو، ځانګړو استازو او ولسمشرۍ مشاورینو، ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیونونه، د سولې او پارلماني چارو وزارتونه د افغانستان له حکومتي چوکاټه وایستل.