تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا پارلماني کومېټه: له افغانستانه د خلکو ایستلو پروسې جدي ستونزې درلودې
د بریتانیا یوې پارلماني کومېټې د پوښتنو - ګروېږنو پایلې ښيي چې تېر کال له افغانستانه د بریتانویانو وتل یو داسې 'ناورین ' او 'خیانت ' و چې تر کلونو پورې به د دې هېواد ګټو ته زیان ورسوي.
د بریتانیا پارلمان کې د بهرنیو چارو کومېټې موندنې ښيي چې دې لړ کې د استخباراتو، دیپلوماسۍ او پلان جوړولو برخه کې سیستماتیکې ناکامۍ شته وې.
پارلمان وکیلان وايي، داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګوله، د خلکو ایستلو بهیر کې ګډوډۍ احتمالاً د انساني ژوند په بیه تمامېده.
بل لور د بریتانیا بهرنیو - مشترکو ګټو او پرمختیا چارو ادارې یو ویاند وايي، حکومت له افغانستانه د خلکو ایستلو لړ کې هراړخیز پلان درلود او په وینا یې له بیاکتنې وروسته به د پارلماني کومېټې تازه موندنو ته غبرګون وښيي.
د پارلمان وکیلان بیا وايي، دوی د د بریتانیا بهرنیو - مشترکو ګټو او پرمختیا چارو څانګې پر سکرتر سر فیلیپ بارټن باور نه لري او ترې غواړي چې پر خپل دریځ له سره غور وکړي.
په رپوټ کې ویل شوي، سر فیلیپ بارټن، د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب او د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن - ټول هغه وخت په رخصتیو تللي وو، چې طالبانو پر کابل کنټرول ترلاسه کاوه.
د بریتانیا پارلمان کې د بېلا- بېلو ګوندونو دا ګډه کومېټه وايي: ''هغه مهال چې کابل سقوط کاوه، پر رخصتیو د بهرنیو چارو وزارت مهمو مشرانو تلل په ملي کچه د بېړنیز وضعیت پر مهال د مشرتابه کنټرول څرنګوالی او د جدیت نشتوالی ښيي. ''
د بریتانیا پارلمان کې د لیبر ګوند علی البدل بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لامې وايي: ''رپوټ (له افغانستانه) د خلکو ایستلو لړ کې د حکومت ټنبلي، بې کفایتي او د چارو ناسم سمبالښت په ګوته کوي. ''
د یادونې ده، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې پر ۳۰ مه په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل.
نړیوال ځواکونه د ۱۱ سپتمبر له پېښو وروسته چې پړه یې پر القاعده ورواچول شوه، ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته لاړل او هلته یې د طالبانو لومړنۍ واکمني نسکوره کړه.
بریتانوي ځواکونه هم په همدې نړیواله ټلواله کې افغانستان ته تللي وو، خو ۲۰۱۴ کال کې یې هلته جګړیز فعالیتونه پای ته ورسول او سلګونه ماهرین یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره پرېښوول.
د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو ایستلو لړ کې له طالبانو سره هوکړه وکړه، چې یو کال وروسته د نوموړي ځایناستي جو بایډن عملي کړه.