تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو څار بنسټ: په افغانستان کې د زدکوونکو نجونو پر حجابونو شرایط ورځ تر بلې جدي کېږي
- Author, عبید حسام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په افغانستان کې د زدکوونکو نجونو پر حجابونو شرایط ورځ تر بلې جدي کېږي. ددې رپوټ په بنسټ طالبانو په بلخ ولایت کې یو ښوونځی ددې له کبله تړلی چې زده کوونکو یې مخونه نه و پټ کړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مشره حیدر بار وايي، که زدکوونکې یا ښځینه ښوونکې د حجاب شرایط ونه مني، سملاسي له دندو ګوښه کېږي او زدکوونکې له ښوونځي ایستل کېږي.
بلخ د هغو محدودو ولایتونو له ډلې دی چې د طالبانو له حاکمیت وروسته پکې نجونې ښوونځیو ته ځي.
طالبانو د بشري حقونو د څار بنسټ دا راپور په کلکه رد کړی.
خو د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو په دغه ولایت کې په نجونو زدکوونکو محدودیتونه لګولي او پر نجونو او ښځینه ښوونکو د حجاب شرایط ورځ تر بلې سختوي.
ددې سازمان په تازه رپوټ کې راغلي چې طالبانو ښوونځیو ته لیکونه استولي چې نجونې زدکوونکې او ښځینه ښوونکې باید د دوی لخواد حجاب لپاره ټاکل شوي شرایط په پام کې ونیسي.
که له دې کار سرغړونه وکړي دوی به له ښوونځیو وباسي او ښوونکې به له دندو ګوښه کړي، ان تر دې چې ښايي په جدي حالت کې یې ښوونځي ور وتړي.
په رپوټ کې راغلي چې د یوه ښوونځي یوې مسؤلې هغه غږیز پیغام خپور کړی چې د طالبانو یوه چارواکي یې بللی چې د ښوونځي له مدیره غواړي چې یوه ښوونکې د ''نامناسبو جامو '' اغوستلو له کبله له ښوونځي وشړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د یوې ښوونکې له قوله ویلي چې د جامو په اړه د طالبانو سختو قوانینو ورته د کار شرایط سخت کړي دي.
دغې ښوونکې ادعا کړې چې طالبان په هر ښوونځي کې جاسوسان لري چې د زدکوونکو او ښوونکو جامې وڅاري او په اړه یې دوی ته احوال ورکړي.
هغه زیاتوي که ښوونکې یا زده کوونکې نجونې د طالبانو په شرایطو برابرې جامې وانغوندي، له ځنډ پرته له ښوونځي شړل کېږي.
د بشري حقونو د سازمان د ښځو د حقونو د برخې مشره او په افغانستان کې ددې سازمان پخوانۍ څېړونکې حیدر بار بي بي سي ته وویل:
''په افغانستان کې د ثانوي زدکړو زدکوونکو نجونو له وړاندې د درسي بهیر اته میاشتې له لاسه ورکړې، لا هم داسې وړاندوینه نه شي کېدای چې دوی به کله ښوونځي ته ولاړې شي. دې چارې ګڼې نجونې له ژور خپګان، ژورو اندېښنو او نورو ذهني ستونزو سره مخ کړې دي. موږ په دې هم پوهېږو چې زدکړې په کم عمر کې د نجونو د ودونو مخنیوي یو لامل دی، خو په تېرو اته میاشتو کې زموږ معلومات ښيي چې ګڼ داسې ودونه شوي دي. دا د خطر زنګ دی چې په بلخ کې چې یو څو ښوونځي فعال دي، نجونو ته بېلابېلې ستونزې جوړیږي او پرې فشار زیاتېدونکی دی. ''
په افغانستان کې د ښوونځیو د زده کوونکو نجونو جامې د تېر حکومت په موده کې هم د دین له اصولو او د افغانانو له کلتور سره برابرې وې، تورې اوږدې جامې، سپین پړونی له تېرو شاوخوا شلو کلونو راهیسې د نجونو د ښوونځي یونیفورم وو.
خو باور دا دی چې طالبان دا شرعي لباس نه بولي او شرایط یې پرې ټاکلي دي.
په بلخ کې له یاد شوي ښوونځي یوې ښوونکې یو انځور خپور کړی چې پکې زده کوونکې داسې لباس اغوستی چې یوازې سترګې یې ښکاري.
یوې زدکوونکې هم د بشري حقونو د څار بنسټ ته ویلي، د طالبانو په غوښتنه دوی اړ دي چې د پراخو لستوڼو جامې واغوندي او کله چې پر تخته لیکل کوي باید په لستوڼو کې ستنې یا استنجاق ولګوي ترڅو یې لاسونه ښکاره نه شي.
په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت راهیسې د نجونو ډېری ښوونځي تړلې پاتې دي. بلخ د هغو نهو ولایتونو له ډلې دی چی د مدني ټولنو او خلکو په فشار پکې ښوونځي پرانیستې پاتې دي.
خو ځینې ښوونکي او زدکوونکې وايي، له بېلابېلو فشارونو سره مخامخ دي.
طالبانو د بشري حقونو د څار بنسټ رپوټ په غبرګون کې دا په کلکه رد کړه چې ګواکې دوی دې پر نجونو زده کوونکو یا ښځینه ښوونکو محدودیتونه لګولې وي.
طالبان وايي، دوی په رسمي ډول هېڅ داسې پریکړه نه ده کړې او که داسې شوې وي، د سیمه ییزو چارواکو خپلسرې پریکړه یې بولي.
خو وړاندې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته ټولګیو ته د نجونو پرتګ د بندیز لامل پر یونیفورم د د نجونو زدکوونکو پر جامو بیاکتنه بللې وه.
خو ځینې ښوونکې او زدکوونکې په دې باور دي چې طالبان غواړي پر دوی شرایط تر هغې سخت کړي چې دوی پخپله ښوونځیو ته له تللو زړه تورې شي.
خو یو شمېر یې وايي، دوی غواړي زدکړو ته دوام ورکړي او د طالبانو د سختو شرایطو له امله به له زدکړو لاس وانخلي.