تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایی کمېسیون: افغانستان دې د مذهبي ازاديو له پلوه د تر ټولو بدو هېوادونو په لېست کې شامل شي
د امريکا د نړيوالو مذهبي ازاديو کميسيون وړانديز کړى چې افغانستان دې د مذهبي ازاديو له پلوه د تر ټولو بدو هېوادونو په نوملړ کې شامل شي.
دغه بنسټ په خپل کلني رپوټ کې ويلي افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته مذهبي لږکي د خپلو ديني باورونو له امله ځورول شوي، نيول شوي او خپل ژوند يې بايللى.
افغان طالبانو تر دې دمه د یاد کمېسیون دې نیوکو ته ځواب نه دی ویلی، خو په تېر کې یې تل ټینګار کړی چې افغانستان کې ټول وګړي بشپړه مذهبي ازادي لري.
د پاکستان او چين په گډون د لسو هېوادونو نومونه وار له مخه دغه نوملړ کې شامل دي چې اوس په کې د افغانستان په گډون د پنځو نورو هېوادونو د ور زياتولو وړانديز شوى.
د امريکا د نړيوالو مذهبي ازاديو کميسيون، دا هېوادونه له مذهبي ازاديو سره به تړاو د ځانگړې اندېښنې وړ بولي.
یاد کميسيون افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله د راوستو وړانديز کړى چې په وينا يې حکومتونه يې د مذهبي آزاديو تر ټولو بد سرغړونکي دي.
نړۍ کې د مذهبي ازاديو د څرنگوالي په تړاو دا رپوټ چې پرون دوشنبه خپور شوى وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې له مذهبي ازادۍ په منظم او پر لپسې ډول هېښوونکې سرغړونې شوې.
رپوټ د امريکا بهرنيو چارو وزارت ته وړانديز کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستل شي دوى يې د ځانگړې اندېښنې وړ هېوادونه بولي.
رپوټ کې راغلي، د تېر کال اگست له پنځلسمې چې طالبان افغانستان کې واک ته ورسېدل، د مذهبي ازاديو څرنگوالى ناوړه شو.
رپوټ زياتوي، سره له دې چې طالبانو په لومړيو کې وويل دوى د خپلې ايديالوژۍ په ځينو عنصرونو کې سمونونه راوستي خو هغه کسان چې له سني اسلام د طالبانو سخت تعبير سره سم عمل نه کوي، او همداراز د نورو مذهبونو او باورونو خک له جدي خطر سره مخ دي.
د نړيوالو مذهبي ازاديو دغه کميسيون وايي، داسې باوري رپوټونه يې ترلاسه کړي چې طالبانو د هغو مسلمانانو په گډون چې ديني او مذهبي باورونه يې له طالبانو توپير لري، مذهبي لږکي او نامسلمانان ځورولي او د هغوى عبادتځايونو ته يې سپکاوى کړى.
رپوټ له افغانستانه د وروستي يهود او د سېک او هندو لږکيو وتلو ته هم اشاره کړې.
د مذهبي ازاديو له پلوه تر ټولو بدو سرغړونکو هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان د نوم ليکلو ترڅنگ، رپوټ د امريکا بهرنيو چارو وزارت ته دا وړانديز هم کړى چې دغه هېواد ته د افغانانو د کډوالۍ لپاره شته پروگرام دې هغو افغان مذهبي لږکيو چې د خپل باورونو له امله په خطر کې دي او ځينو مالومو افغانانو او د هغوى د کورنيو غړو ته هم وغځوي.
رپوټ پر هغو طالب چارواکو هم د سختو بنديزونو غوښتنه کړې چې له مذهبي ازاديو په خورا سختو سرغړونو کې ښکېل دي.
طالبانو لا دغه رپوټ ته غبرگون نه دى ښودلى خو وړاندې يې ويلي چې افغانستان کې د مذهبي لږکيو حقونه د دوى په وينا د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي.
د مذهبي ازاديو د تر ټولو بدو سرغړونکو هېوادونو نوملړ کې لس هېوادونه، چين، ايران، ارېتېريا، ميانمار، شمالي کوريا، پاکستان، روسيه، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان وار له مخه شامل و.
خو افغانستان، هند، نايجيريا، سوريه او ويتنام هغه پنځه هېوادونه دي چې دغه کميسيون يې اوس دغه نوملړ ته د نومونو د ورزياتولو وړانديز کړى.