روسیه کې افغان محصلین: د طالبانو واکمنېدو راهیسې د میاشتني لګښت پیسې راباندې بندې شوې

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

هغه افغان محصلین چې په روسیه کې په دولتي بورسونو زدکړې کوي وايي، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې د افغان حکومت له خوا ور کول کېدونکي پیسې نه دي ترلاسه کړې.

په تېر یوه کال کې دا دویم ځل دی چې په روسیه کې په زدکړو بوخت افغان محصلان له جدي ستونزو سره مخامخېږي.

د ستونزو پیل یې د طالبانو له واکمنۍ وشو چې افغانستان ته راغلي یو شمېر محصلین د خپلو زدکړو د دوام لپاره د الوتنو د نشتوالي له امله بېرته روسیې ته نه شول ستنېدای. هغه ستونزه یې لنډمهالې وه چې اوس حل شوې ده او دویمه یې پر روسیې د لګېدلیو نړیوالو بندیزونو له امله دوی ته ور پېښې اقتصادي ستونزې دي.

د روسیې په "نېژني نووګورود" ښار کې د افغان محصلینو د ټولنې یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخلو، بي بي سي ته وویل، هغه پیسې چې په تېر کې په دولتي بورسونو راغلیو محصلانو ته ور کول کېدې او تر یوه بریده د دوی د مالي تنګلاسۍ چاره پرې کېده، اوس پرې بندې شوې دي. دی وایي:

"دلته دري ډوله محصلین دي چې یوه ډله یې د پوهنتون استادان دویمه یې د ملکي ادارو کارکوونکي او درېیمه یې د نظامي برخې محصلین دي چې د ظرفیت لوړولو لپاره روسیې ته رالېږل شوي دي. د دوی ستونزې فوق العاده ډېرې دي. د جمهوریت پر مهال دوی ته سل امریکايي ډالر د جېب خرڅ په نامه ور کول کېدل، خو د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هغه پیسې نه دي ور کول شوې."

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي بي بي سي ته وویل، د لوړو زدکړو وزارت تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

بل لور د طالبانو د حکومت له خوا افغان محصلینو ته پیسو پر نه ورکړې سربېره، پر اوکرایین د یرغل په غبرګون کې پر روسیې لګېدلیو نړیوالو بندیزونو هم افغان محصلینو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

نوي سرخوږي په دولتي بورسونو راغلیو محصلینو سره سره دغه هېواد ته په شخصي لګښت تللي محصلین هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

احمدضیا نېکمل د روسیې په سنټ پیټرزبرګ ښار کې پخپل شخصي لګښت د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ محصل دی. هغه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، پر روسیه د وروستیو بندیزونو له امله له افغانستان او نورو هېوادونو له قانوني لارو پیسې نه شي تر لاسه کولی. دی وایي:

"خپل ورځني لګښتونه د کورنۍ او ملګرو په مالي مرستو پوره کوم، مخکې به موږ د بانکونو له لارې پیسې تر لاسه کولې، خو دا چاره بنده شوې ده."

پر اوکرایین د روسي ځواکونو تر یرغل وړاندې ډېری افغان محصلین دغلته له درسي وخته وروسته په هټیو، خوړنځیو او ځینو نورو کاروبارونو کې کار کاوه او د کورنیو له مالي مرستې پرته یې هم د لګښتونو یوه برخه پوره کوای شوه، خو ځینې افغان محصلینو بي بي سي ته وویل، له نړیوالو بندیزونو وروسته اوس په دغه هېواد کې هیڅ بهرني محصل د کار اجازه نه لري.

له افغانستانه حواله یوازېنۍ هیله

اوس په روسیه کې د افغان محصلین د مالي ملاتړ هیله یوازې له افغانستانه د صرافیو د حوالو له لارې د خپلو کورنیو او خپلوانو نغدي مرستو ته ده.

د کابل د شهزاده سرای یو صراف بي بي سي ته وویل، مسکو ته د حوالو له لارې د پیسو لېږلو بهیر د پخوا په څېر عادي روان دی، خو په روسیه کې محصل شېرشاه (مستعارنوم) وايي، په افغانستان کې د شته اقتصادي مشکلاتو له امله یې کورنۍ د پخوا په څېر مالي ملاتړ نه شي کولی او له بلې خوا د حوالو کمېشن هم اوس څو برابره لوړ شوی دی:

" ځینې شرکتونه شته چې له افغانستان څخه روسیې ته د پیسو لېږلو کار کوي، خو کمېشن یې له ۱۰ تر ۱۲ سلنو دی چې دا د محصلانو لپاره ډېره ګرانه پرېوځي."

د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې روسي ځواکونو پر اوکرایین پوځي یرغل وکړ چې لا هم دوام لري. نړيوالې ټولنې د یاد یرغل په غبرګون کې پر مسکو اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې له دوه زرو ډېر افغان محصلین په زدکړو بوخت دي چې په ډله کې یې ۱۵۰۰ محصلین په دولتي بورسیو دغه هېواد ته تللي دي چې یو شمېر په نظامي برخو کې زدکړې کوي.