تاجکستان پر خپله خاوره د افغان کډوالو لپاره لنډمهالی پنډغالی جوړ کړی

د عکس سرچینه، Committee of Emergency Situation of Tajikistan
د تاجکستان حکومت ويلي، د دغه هېواد په جنوب کې د افغان کډوالو لپاره چې ښايي له افغانستانه دغه هېواد ته ورواړي يو لنډمهالی پنډغالی يا کمپ جوړ کړی دی.
د تاجکستان دولتي خبري اژانس (خاور) د جمعې په ورځ (۱۵ اپرېل) راپور ورکړی چې په دې کمپ کې ۶۴ خېمې جوړې شوې چې هره يوه يې برېښنا، د څښاک اوبه او يو پخلنځی لري. ويل کېږی په دې کمپ کې د روغتيا ساتنې اسانتياوې، تشنابونه او حمامونه هم جوړ شوي دي.
تاجکستان ویلي، دا ډول نور کمپونه به هم جوړ کړي.
ويل کېږي چې د افغان کډوالو لپاره دغه کمپ د پلازمېنې دوشنبې جنوب ته په ۱۵۰ کيلومترۍ کې د جلال الدين بلخي ولسوالۍ په سنات سیمه کې جوړ شوی دی.
په عيني حال کې باختر خبري اژانس د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له خولې ليکلي چې دوی به راتلونکې میاشت له ايران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېنشرۍ سره د افغان کډوالو د حالت په اړه خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، Committee of Emergency Situation of Tajikistan
تاجکستان شاوخوا اته مياشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د امنيتي دلايلو له مخې خپله پوله د افغان کډوالو پر مخ وتړله. د طالبانو له خوا د شمالي ولايتونو تر نيولو وروسته شاوخوا ۱۵ زره افغانان تاجکستان ته وتښتېدل.
په دا وروستیو کې لږ ترلږه ۱۵۰۰ افغان کډوال له تاجکستانه د خپلو کورنيو او ملګرو د ملاتړ پروګرام له مخې کاناډا ته تللي دي.
تاجکستاني چارواکو په وار وار نړيوالو سازمانونو او لوېديځو هېوادونو ته ويلي، تاجکستان يوازې نشي کولی د افغان کډوالو ټولې اړتياوې پوره کړي.
د ملګرو ملتونو ادارو، اروپايي ټولنې او يو شمېر لوېديځو هېوادونو په تاجکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره خوراکي او طبي مرستې کړې دي.
تاجکستان په منځنۍ اسيا کې له افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري چې څه باندې ۱۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
تاجک چارواکو وويل د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف)، اغا خان بنسټ، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) او د بېړنيو حالاتو لپاره د تاجکستان کمېټې استزاو نن د احتمالي افغان کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه ليدنه وکړه.
د افغان کډوالو په اړه له ايران، پاکستان او ملګرو ملتونو سره د طالبانو ګډه غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images
د باختر خبري اژانس په وينا ټاکل شوې په دې ناسته کې به د افغان کډوالو د ستونزو او د هغوی د حل په اړه خبرې وشي.
په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره زيات شمېر افغان کډوال د پاکستان او ايران په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي.
په دې وروستيو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو داسې انځورونه او ويډيوګانې خپرې شوې چې ښيي ځينې کسان له افغان کډوالو سره بد چلن کوي. دې ويډيوګانو دومره غبرګونونه وپاراول چې يوې ډلې اعتراض کوونکو په هرات کې د ايران پر کونسلګرۍ بريد وکړ.
په ورته وخت کې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعيم الحق حقاني د بريد پړه پر "خپلسرو" کسانو واچوله.
مظاهره چيانو ويل چې ناوړه چلند په ایران کې شوی خو ايراني چارواکي يې ردوي.



















