تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: د امریکا له وتو سره "د بشري حقونو نقض پای ته ورسېد"
طالبان د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلني رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض هغه وخت پایته ورسید کله چې د دوی په وینا په "افغانستان د امریکا یرغل پایته ورسید او اشغال ختم شو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په نړۍ او افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ۲۰۲۱ کال رپوټ خپور کړ چې پکې طالبان له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورن شوي دي.
په رپوټ کې راغلي، د تېرې اګست میاشتې له ۱۵ نیټې چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شول، هلته له محاکمې پرته د وژنو ، غچ اخیستنې، او د میرمنو په ګډون د ګڼو خلکو زنداني کول یې له جدي هغو دي.
ددې راپور له خپرېدو وروسته د امریکا بهرینو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په واشکټن کې خبریالانو ته ویلي، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د بشري حقونو د نقض او بشري ناورین اندیښنې زیاتې شوې دي.
نوموړی وايي له همدې امله په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړې دي.
ښاغلي بلینکن وویل: "په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل هلته د بشري کړکیچ لامل شوی او د بشري حقونو اړوند مسایل پکې کم رنګه او کمروزي شوي."
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه رپوټ ته په غبرګون کې وایې، په افغانستان کې هغه مهال بشري حقونه تر پښو لاندې کېدل چې د نوموړي په وینا "امریکايي اشغالګرو او ملاتړو یې" پر کورونو چاپې وهلې.
له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا برخې هم ویلي و، د طالبانو د مشر د عمومي بښنې له فرمان سره سره پدې هېواد کې طالبانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړې دي.
دغه سازمان همدارنګه له نړیوالو غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو پر مهال د ښځو حقونه او د نجونو زده کړې د سرې کرښې په توګه وړاندې کړي.
تیر اونۍ بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم په خپل کلني رپوټ کې ویلي و، په اګست میاشت کې د طالبانو لخوا د افغانستان تر نیولو وروسته، د افغانستان اوږدې جګړې په ناڅاپه توګه د بشري حقونو او بشري ناورین چټکتیا ته لاره هواره کړه.
طالبانو هغه مهال هم د بشري حقونو د نړیوال سازمان رپوټ بې بنسټه بللی وو.