تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غلام خان بندر له لارې سوداګري: سيمه ييز خلک څه وايي
د غلام خان بندر د پاکستان او افغانستان تر منځ يو له څلورو لويو سوداګريزو لارو څخه دی او د سوداګرۍ له پلوه له تورخم او چمن وروسته درېيم ځای لري. دغه بندر د شمالي وزيرستان سيمه د افغانستان له خوست ولايت سره نښلوي.
خو د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې په يوه تازه راپور کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د دوستانه تګلارو پر نشتوالي اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د سوداګرۍ حجم به له دوه نيم ميليارده ډالرو څخه يوزاې يو ميليارد ډالرو ته راښکته شي. خو په شمالي وزيرستان کې چارواکي وايي که څه هم په ټوليزه توګه حالت ښه نه دي خو په سيمه ييزه کچه په سوداګرۍ کې زياتوالی راغلی دی.
د خوست ولايت يو سوداګر نور افغان وايي، "په دې يوه کال کې پر کرښه زما شاوخوا ۳۵۰ ټنه سکاره ضايع شوي دي. د پاکستان سوداګرو کاروانونه له اجازې پرته کابل ته ځي خو له افغانستانه زموږ موټرو ته چې جوازونه هم لري له ميرانشا هغه خوا د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي".
نوموړی شکايت کوي چې موټر يې له کرښې تېرېدو وروسته ښکته کېږی او د موټر د بدلولو پر مهال ډېری وخت درانه زيانونه وراړوي. دی له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکاره صادروي او له پاکستانه افغانستان او د منځنۍ هېوادونو ته بېلابېل توکي لېږدوي.
که څه هم په شمالي وزيرستان کې امنيتي حالت تر پخوا ښه شوی خو لا هم دغه سيمې خطرناکې بلل کېږي.
د غلام خان بندر په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب له عملياتو وروسته تړل شوی و چې په ۲۰۱۸ کال کې په رسمي ډول پرانيستل شو خو د کورونا وبا پر مهال د څه مودې لپاره وتړل شو او اوس له يو کال زيات وخت کېږي چې ترانزيټي سوداګرۍ پر مخ په بشپړ ډول فعال دی.
د غلام خان بندر ته پر سړک له توکو ډک موټر کتار ولاړ وي، دې سیمه کې پخوا ګڼه ګوڼه نه وه خو اوس دلته د بندر به جوړېدو سره کاري فرصتونه او د سيمې نفوس هم ډېر شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې په شمالي وزيرستان کې د تېر يو کال په موده کې د غلام خان بندر له لارې له زرو تر ۱۲ زرو کسانو پورې په مخامخ ډول دنده موندلې چې په يوه کال کې له درې ميليارده پاکستانۍ روپيو زيات کاروبار شوی دی.
دا يوه ساده د تېرېدو لار ده د پاکستان خوا ته پر سړک يو څو وړې ودانۍ شته چې ځينې دفترونه او د انتظار خونې هم لري خو افغان لوري ته دفتر شته خو د انتظار ځای نه لري.
دلته يوه سوداګر ضربت خان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دوی له خوست څخه سکاره او له پاکستانه افغانستان ته وريجې واردوي. دی وايي پر کرښه د منظم تېرېدو ځای جوړېدو له امله يې کاروبار اسانه شوی دی.
نوموړی وايي، "کله چې دلته پوله تړل شوې وه موږ د تورخم له لارې کاروبار کاوه دا زموږ لپاره خورا ستونزمن او زيانمن تمامېده. اوس زه په اسانۍ سره د مياشتې پنځو زره کلدارې ګټلی شم او نه يوازې زه بلکې کليوالو ته مو هم دلته کار پيدا شوی دی".
داسې ښکاري چې د پاکستاني سوداګرو لپاره سهولتونه شته خو له افغانستانه راغلي سوداګر له يو څه ستونزو سرټکوي.
د خوست اوسېدونکی انور افغان وايي، "د پاکستاني چارواکو له لورې د اسنادو له کبله له ستونزو سره مخ دی". دی وايي "د افغانستان څخه راغلی موټرونه په کلکه پلټل کېږي. پاکستاني لوري ته پوستې لږ دي او تلاشي ډېره سخته ده نو زموږ لارۍ هلته د ډېرو ورځو لپاره ولاړې وي".
دی وايي، "په غلام خان بندر کې هغه موټر چې اسناد او جواز ولري يوازې تر ميرانشاه پورې د تلو اجازه لري خو له تورخمه همدغه ترانسپورټي ګاډي ان تر پېښور او پنجاب پورې تللی شي. که چېرې دې برخه ته پاملرنه وشي سوداګري به نوره هم زياته شي".
د هغه پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته يې سوداګري څنګه ده وويل، "دلته سوداګري د پخوا پرتله ډېره شوې ده".
دی زياتوي، "اوس ډېر کاروبار کېږي، پخوا به په سرحدي سيمو کې فساد ډېر و اوس د طالبانو له وېرې فساد له منځه تللی. موږ سوداګر يوو او په ټوله نړۍ کې سوله غواړو".
پر کرښه يو پاکستانی موټر چلوونکی وایي، دوی يوازې هغه مهال له ستونزو سره مخ کېږي چې دروازه د کوم لامل له مخې وتړل شي.
بل پلو د شمالي وزيرستان د پوليسو مرستيال مشر بي بي سي ته وويل، "د دوی په سيمه کې امن او نظم د پېښور، کوهاټ او نورو برخو پرتله ښه دی".
نوموړی وايي، "هغه سکاره چې له خوست ولايته راځي د سمنټو فابریکو لپاره د هېواد نورو سيمو ته لېږدول کېږي، دا سکاره په کيفيت کې ښه او په بيه د پاکستان د ډبرو سکرو پرتله ارزانه دي، پر دې سربېره خوراکي توکي هم راوړل کېږي".
د ده په وينا "ځينې چينايي شرکتونو هم پرېکړه کړې چې دلته پانګونه وکړي. يو کال وړاندې دلته يه يوه ورځ کې له دېرشو تر څلوېښتو موټرو تګ راتګ کاوه اوس هره ورځ له درې تر څلور سوه پورې موټر له کرښې تېرېږي".
د رسمي شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې له ۶۲ زرو زياتې لارې پاکستان ته د سوداګري په موخه اوښتې او نژدې همدا شمېر له پاکستانه افغانستان ته تللې دي.