د افغانستان پخوانی دفاع وزیر شاه نواز تڼی اسلام اباد کې وفات شو

د خپرېدو وخت

د افغانستان پخوانی دفاع وزیر شاه نواز تڼی د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په یوه روغتون کې وفات شوی دی.

ښاغلی تڼی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر مهال په هېواد کې پاتې شو.

پژواک خبري اژانس د نوموړي زوی ارین تڼي له قوله لیکلي چې نوموړی دا وروستیو کې د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و.

جنرال تڼی ۱۳۲۸ هجري شمسي کال کې په خوست ولایت کې زېږېدلی و او د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله پر ضد له یوې ناکامې کودتا وروسته یې ډېر شهرت وموند.

نوموړي په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له پوځي زدکړو وروسته د افغانستان دفاع وزارت تر مقام پورې ورسېد.

ښاغلي تڼي د ۱۳۵۷ کال په کودتا کې د پوځي کومانډو ځواکونو مشري کوله او د ثور اوومې پېښه کې یې مهم رول درلود.

له هغه وروسته نوموړی د هېواد په شمالي کې د ځواکونو قومندان او بیا د هرات فرقه مشر په توګه وګومارل شو.

ښاغلي تڼي د کابل اتمې فرقي مشر، د خلق دیموکراتیک ګوند نظامي کومېټې غړیتوب تر څنګ د ګوند د سیاسي بیورو غړي او افغانستان لوی درستیز په توګه هم دنده ترسره کړې.

نوموړی د شپیتمو کلونو په وروستیو کې د افغانستان دفاع وزیر په توګه وګومارل شو او د ۱۳۶۸ کال کب میاشتې پر ۱۶ نېټه د هغه مهال ولسمشر نجیب الله پر ضد له یوې ناکامې کودتا وروسته له دندې ګوښه اعلان شو.

نوموړی د هغې کودتا هڅې له ناکامېدو وروسته په یوه پوځي چورلکه کې پاکستان ته وتښتېد.

د هغې کودتا په ترڅ کې لومړی ځل د افغانستان پلازمېنه کې دننه پر بېلا بېلو هدفونه درنه بمباري وشوه.

وروسته ښاغلي تڼي ادعا وکړه، چې ډاکتر نجیب الله د ده پر ضد کودتا کړې وه.

ښاغلي تڼي د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د سولې غورځنګ په نامه خپل ګوند تاسیس او مشري یې کوله او د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید شو، خو پاموړ رایې یې ترلاسه نه کړې.

شاهنواز تڼی بیا له هغو کسانو لومړی و، چې د افغانستان ولسمشرۍ دویمو ټاکنو لپاره یې تر ټولو مخکې د کاندید کېدو اسناد وړاندې کړي وو.