اروپایان له شمسي نظامه بهر ستورو د ځانګړتیاو مالومولو لپاره تلېسکوب جوړوي

د خپرېدو وخت

اروپایانو د داسې یوه نوي ټلېسکوب د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په مټ به یې له شمسي نظامه بهر د نورو ستورو ګر چارپېره د شته سیارو ځانګړتیاوې مالوموي.

د ارېل په نامه د دغه ټلېسکوب جوړولو په موخه د اروپايي هېوادونو او اېر بس شرکت ترمنځ د ٢٠٠ ميليون يورو په ارزښت تړون لاسلیک شوى دی.

دغه ټلېسکوب به د نورو ستورو ګردچاپیره د سیارو په څېړلو کې وکارول شي چې څنګه هغه رامنځ ته شوي او د وخت له تېردو سره یې انکشاف کړی دی کنه.

د دغه ټلېسکوب د جوړولو کار د ایر بس شرکت ته سپارل شوی او تمه کېږي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې به ارېل په کار پیل وکړي.

له ساینسي پلوه بریتانیا د دې پروژې مشري کوي ځکه نو ډېری برخې یې هم په بریتانیا کې بشپړېږي.

له شمسي نظامه بهر د نورو ستورو د ځانګړنو د مالومولو په برخه کې روانه لسیزه له ساینسي پلوه طلايي بلل شوې ده.

د ۱۹۹۰ لسیزې له نیماي راپدیخوا تراوسه پورې له شمسي نظامه بهر له پنځو زرو ډېرې سیارې موندل شوې دي.

په راتلوونکو څوکلونو کې به د دې سیارو د ځانګړنو په اړه مالومات په ډاګه شي.

لکه دا چې دغه سیارې له څه نه جوړې دي او فضا یې څنګه ده؟

د روانې میاشتې (ډسمبر) په وروستیو کې د امریکا د فضايي څیړنو مرکز د جیمزوېب په نامه د ۱۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت فضايي ټلېسکوب فعالوي چې په مټ به یې له شمسي نظامه بهر د لسګونو سیارو په اړه ژوره څېړنه ترسره شي.

دغه ټلېسکوب کولای شي وښايي چې د سیارو په اتومسفېر کې په کومه کچه ګازونه شته.

اروپايي ټلېسکوب ارېل له برېښنايي مقناطسي وړانګو سره حساسیت لري خو د جیمزوېب په څېر ورته یوه چاره ترسره کولای شي.

د ایر بس شرکت یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي ارېل تقریباً یو کوچنی جیمزوېب دی، خو جمیزوېب د فضايي څېړونو په ډېرو برخو کې کارول کېږي او د ارېل تمرکز به یوازې پر یوه برخه وي چې هغه د سیارو د ځانګړونو د مالومولو برخه ده.