روغتیا نړیوال سازمان: ناروغان او د کورونا ضد ناواکسین شوي کسان دې سفر نه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هغه کسان چې روغتيا یې ښه نه ده او د کورونا وېروس ضد واکسین یې نه دي بشپړ شوي، باید له سفر کولو ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو روغتیا سازمان دې کټګورۍ کې هغو کسانو ته د سفر نه کولو مشوره ورکړې، چې عمرونه یې له ۶۰ کلنۍ پورته دي او د سرطان، شکرې یا زړه په ناروغیو اخته دي.
د ډبلیو ایچ او یوه مخکینۍ اعلامیه کې د دې ګروپ ټولو کسانو ته مشوره ورکړل شوې وه، چې سفر دي نه کوي.
وروسته په یوه اصلاح شوې بڼه کې بیا وویل شول هغه کسان باید له سفر کولو ډډه وکړي چې روغتیا ته یې د زیان رسېدو وېره ډېره وي او واکسین یې نه وي بشپړ کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان دا مشوره د دې ادارې هغو لارښوونو ته ورته ده، چې د کورونا وبا پیلېدو پر مهال یې خپره کړې وه او اوس د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون له خپرېدو سره هممهاله خپره شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز خپله هغه خبره بیا تکرار کړې، چې سخت سفري بندیزونه د نوې بڼې خپرېدو مخه نه شي نیولای.
سفري بندیزونو ته اندېښنې

د عکس سرچینه، AFP
تېره اونۍ سویلي افریقا کې ماهرینو د کورونا نوې بڼې خپرېدو په هکله خبرداری ورکړ او له هغه وروسته ځینې هېوادونو د سویلي افریقا سیمې له یو شمېر هېوادونو سره پر تګ راتګ بندیزونه ولګول.
ډبلیو ایچ او چارواکي وايي، د سفر سخت بندیزونه به د وېروس په هکله د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د معلوماتو پر راکړه ورکړه او د خلکو پر ژوند - ژواک ناوړه اغېز وکړي.
بل لور ته د ډبیلو ایچ او مسوولینو دا څرګندونې داسې مهال خپرېږي چې چارواکي وايي، په هالنډ کې د کورونا نوې بڼه له هغه مخکې موجوده وه، چې مخکې یې په هکله فکر کېده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، پر سویلي افریقايي هېوادونو د سفر بندیزونو له کبله ''ژوره اندېښنه '' لري.
نوموړی وايي د واکسین نه موندل کېدو یا لږوالي له کبله د افریقا خلک ملامت نه شي بلل کېدای.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادانوم ګبریاسوس له دې مخکې ویلي، د کورونا نوې بڼې اومېکرون د چټک خپرواي، پر وړاندې یې د واکسین ګټورتیا او یا د دې ناروغۍ د سختۍ کچې په هکله لا هم ډېرې پوښتنې شته.
د سویلي افریقا ولسمشر سایریل راماپوسا بیا وايي، د سیمې پر هېوادونو سفري بندیزونه بې انصافي او تبعیض دی او په خبره یې دې بندیزونو سره د وېروس خپرېدو مخه نه شي نیول کېدای.



















