تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چارسده کې قران ته د سپکاوي له ادعا وروسته تاوتريخوالی: د پوليسو تاڼې ته اور اچول شوی
د خيبرپښتونخوا د چارسدې په تنګي سيمه کې د قران کريم د سپکاوي په تور له تاوتريخالي ډک لاريونونه پيل شوي دي.
د عيني شاهدانو په وينا، قهرېدليو مظاهره چيانو د پوليسو پر يوه مرکز له بريد وروسته هغه ته اور واچاوه او زيان يې ورته واړاوه.
د جهانګير پوليسو تاڼې مشر بهرام شاه په وينا، په سیمه کې داسې اوازې وې چې يوه کس د قران کريم سپکاوی کړی دی. پوليسو سره د لومړنی راپور له ثبت کېدو وروسته دغه کس نيول شوی او پلټنې ترې پیل شوې.
نوموړي زياته کړه کله چې خلک د دې کس له نيولو خبر شول، د پوليسو مرکز ته ورغلل او د تورن کس د ورسپارلو غوښتنه يې کوله.
د عيني شاهدانو په وينا، د يکشنبې له سهار راهيسې په سیمه کې د قران کريم د سپکاوي اوازې خپرې شوې وې او بيا ماښام په سيمه کې دا خبره خپره شوه دغه کس د پولیسو مرکز ته وړل شوی دی.
عيني شاهدان وايي، د پوليسو مرکز مخې ته ګڼ شمېر خلک راټول شول او غوښتنه يې کوله چې تورن کس دې ور وسپارل شي.
لومړی خلکو د دغه کس د ورسپارلو نارې وهلې او بيا ناڅاپه لاريون کوونکي په غوسه شول او د پوليسو د تاڼې ودانۍ ته يې اورو واچاوه او نژدې پوستې ته يې هم زيان ورسېد.
د يوه بل عيني شاهد په وينا، پوليسو تر ډېره د مقاومت هڅه کوله خو د لارې بندېدو له امله مرسته ورته ونه رسېده او د لاريون کوونکو شمېر مخ په زياتېدو و.
ويل کېږي چې لاريون کوونکو پر پوليسو هم بريد کړی دی.
چارسده کې د ځایي خبريال اکبر مومند په وينا، د قران کريم د بې حرمتۍ د ادعا په اړه بېلابېلې اوزاې وې. ځينې راپورونه وايي چې پېښه د شنبې پر ماښام او ځينې بیا د یکشنبې سهار يادوي.
پولیس له تورن کس سره له تاڼې وتلي دي خو د علي اکبر په وينا د پولیسو په تاڼه کې ټولو وسايلو ته اور اچول شوی دی.