د سودان لومړی وزير خوشي شوی؛ احتمال شته چې بېرته واک ته ستون شي

د عکس سرچینه، EPA
د سودان لېرل کړل شوی لومړی وزير عبدالله حمدوک چې په خپل کور کې نظر بند و خوشي کړل شوی دی.
د راپورونو له مخې پوځ موافقه کړې چې لومړی وزير عبدالله حمدوک بېرته خپلې دندې ته ستون شي. نوموړی څو اوونۍ وړاندې د پوځ له خوا په کودتا کې له واکه لېرې کړل شوی و.
د ښاغلي حمدوک د دفتر کسانو تائيد کړې چې پر نوموړي د سفر محدويتونو لېرې کړل شوي او د هغه د کور شاوخوا امنيتي ساتونکي هم وتلي دي.
تمه کېږي چې دا پرېکړه به نن د سودان د حاکميت شورا له غونډې وروسته چې مشري يې جنرال عبدالفتاح او ښاغلی حمدوک کوي په رسمي توګه اعلان شي خو اټکل کېږی چې ښاغلی حمدوک به د تکنوکراتانو يوه خپلواکه کابينه جوړه کړي.
د اپوزيسيون تر ټولو لويې ډلې چې په ۲۰۱۹ کال کې د عمر البشير له ګوښه کېدو وروسته له پوځ سره د يوې موافقې له مخې په واک کې ده، تړون رد کړی دی.
په سودان کې له کودتا وروسته مظاهره کوونکو په لارو او کوڅو کې لاريونونه کول چې پوځيانو پر مظاهره کوونکو ډزې هم کړې وې.
په نړيواله کچه دغه پوځي کودتا غندل شوې وه خو جنرال برهان هغه مهال د کودتا د توضيح لپاره د سياسي مشرتابه تر منځ ناندرۍ د دليل په توګه بيان کړې وې.

















