نظام الدین قیصاري په ایران کې د 'جعلي اسنادو چمتو کولو' په تور نیول شوی دی

قیصاري

د عکس سرچینه، Sm

د خپرېدو وخت

ایران کې د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي مدیر مهدي محمودي وايي، د افغانستان یو مخکینی سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري په دغه هېواد کې نیول شوی دی.

دغه ایرانی چارواکی وايي، ښاغلی قیصاري د کډوالۍ په اړوند اسنادو کې د (جعل کولو) په تور نیول شوی.

ښاغلی قیصاري د مخکیني افغان ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم له نژدې کسانو یو بلل کېږي، چې مخکې پرې افغانستان کې د خپلسرۍ تورونه لګېدلي وو.

اوس ښاغلي محمودي د ایران تسنیم خبري اژانس ته ویلي، ښاغلی قیصاري په غیر قانوني توګه ایران ته ننوتی و او هلته یې د کډوالۍ په خپلو اسنادو کې لاسوهنه کړې وه.

د ایران کورنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا د سیمې ییزې ملېشې دې پخواني قومندان په ایران کې درې غیر قانوني دفترونه پرانیستې وو او له افغان کډوالو یې په ایران کې د اوسېدو لپاره د جعلي اسنادو چمتو کولو بدل کې پیسې اخیستې.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر مهال ښاغلی قیصاري له مزاره د تېښتې هڅو بهیر کې نیول شوی و، خو له خوشي کېدو وروسته ایران ته ولاړ.

۲۰۱۹ کال کې نظام الدین قیصاري په مزار شریف کې په زورواکۍ او خپلسرۍ تورن شوی و، هغه مهال یې افغان امنیتي ځواکونو د نیولو لپاره پراخ عملیات کړي وو او له هغه وړاندې په فاریاب ولایت کې له افغان ځواکونو سره تر نښتې وروسته نیول شوی و، چې څه موده یې د افغانستان ملي امنیت په بند کې هم تېره کړې وه.

نظام الدین قیصاري څوک دی؟

۲۰۱۸ کال کې نظام الدین قیصاري چې په فاریاب کې د عبدالرشید دوستم یو ځواکمن قومندان و، د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی و.

د عکس سرچینه، NEZAMUDDIN QAISARI/FACEBOOK

د عکس تشریح، ۲۰۱۸ کال کې نظام الدین قیصاري چې په فاریاب کې د عبدالرشید دوستم یو ځواکمن قومندان و، د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی و.

دوه پنځوس کلن قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کلیواله توپخانه سیمه کې زیږېدلی. کلونه یې بڼوالي او سوداګري کړې او له ۱۳۹۰ هـ ش کال وروسته یې د سیمه ییزو پولیسو د مرستیال په توګه فعالیت کاوه.

هغه ولسي پاڅون پیل کړ، چې شاوخوا درې سوه کسان ورسره یوځای شول او بیا د قیصار امنیه قومندان شو. کابو شپږ کاله وړاندې فاریاب کې د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی و او د فاریاب د ولسي پاڅون مشري یې هم کوله.

پر ښاغلی قیصاري تورونه وو چې د مرکزي حکومت له امره یې سرغړونه کوله او په فاریاب کې یې یوه غونډه کې حکومتي چارواکي په مرګ ګواښلي وو.