تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په سوریه کې د هغه هوايي برید دفاع کړې چې ملکيان پکې وژل شوي وو
امریکايي پوځ هغه هوايي برید (مشروع) بللی چې ۲۰۱۹ کال کې یې سوریه کې لسګونه کسان وژلي و. پر داعش وسله والې ډلې هغه برید کې تر اتیا پورې کسان وژل شوي وو.
امریکا متحدو ایالتونو په هغه برید کې چې د داعش ډلې پر وروستي سنګر شوی و، ۱۶ کسان وسله وال او څلور ملکي کسان بللي وو.
خو د نورو ۶۰ کسانو د هویت په کله امریکايي چارواکي څه نه وايي، او بي بي سي ته یوه ویندوی ویلي، ډېر احتمال شته) چې ملکي کسان وژل شوي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې ادعا شوې چې پوځ پر دې پېښه پرده غوړولې او د پېښې په هکله خپلواکه پلټنه نه ده شوې.
هغه برید د ۲۰۱۹ کال مارچ پر اتلسمه د سوریې باغوز ښارګوټي کې شوې وه، چې د اسلامي دولت نومې ډلې د خلافت وروستی مرکز و.
د نیویارک ټایمز رپوټ کې ویل شوي، سره له دې چې د ډرون په استول شویو تصویرونو کې د ملکي خلکو شتوالی ښکاریده، امریکايي جنګي الوتکو هلته د خلکو پر لویه ګڼه ګوڼه درې بمونه غورځولي وو.
د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني بیا دا تورونه ردوي.
د دې څانګې یوه ویاند کاپټن بیل اربن بي بي سي ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، امریکايي پوځیانو ته ډاډ ورکړل شوی و، چې د برید پر مهال د پېښې ځای کې ملکي خلکو شتون نه درلود.
نوموړی وايي، له پېښې وروسته د یوې داسې ډرون ویډیو په هکله معلومات ترلاسه شول، چې کنټرول یې د امریکا له یوه اتحادي سره و او ویل شوي چې ملکي خلک پکې لیدل شوي وو.
نوموړی د یوې امریکایۍ پلټنې یادونه کوي چې وايي، ، ''دا له ځانه د دفاع برخه کې دوه مشروع هوايي بریدونه وو. '' خو هغه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ادعا په هکله څه و نه ویل، چې وايي، دې موضوع کې په لوی لاس واقعیت پټ شوی دی.
د ۲۰۱۹ کال مارچ په لومړیو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو 'ایس ډي ایف ' چې د امریکا ملاتړ ورسره و، پر باغوز ښارګوټي بریدونه پیل کړل.
له هغه وروسته چې معلومه شوه، په باغوز کې ګڼ شمېر ملکي خلکو په ودانیو، کېږدیو او تونلونو کې پناه اخیستې، د اتحادي ځواکونو بریدونه سوکه شوي وو.
داعش وسله والو په باغوز کې د ځانمرګي او موټر بم بریدونو له لارې تر ډېره مقاومت وکړ او د باغوز سقوط د داعش ضد جګړې کې مهم پرمختګ وبلل شو.