تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوريه کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وروستي مورچل د پای يرغل
د خپرېدو وخت
د شميمه بېګم، هغې بريتانوۍ نجلۍ کورنۍ چې له اسلامي دولت نومې ډلې سره يوځای شوې وه، کورنۍ يې وايي د تابعيت لغوه کولو پر پرېکړې يې بايد سملاسي له سره غور وشي. د دوی دا غوښتنه د سوريې شمال کې يوه پنډغالي کې د دغې نجلۍ د زوی له مړينې وروسته کېږي. د دې دوه مخکيني ماشومان هم مړه شوي وو. دا د باغوز له کلي، چې د داعش پاتې شونې په کې د خپلې ولکې پر وړه سيمه د منګلو ټينګولو زيارباسي، دې پنډغالي ته رسېدلې ده. تېرو څو ورځو کې د هغو ښځو او ماشومانو شمېر په زياتېدو دی، چې دغه پنډغالي ته ورځي.