خپلواک: د تېر حکومت په ړنګېدو کې یوه کس ته د پړې ګوته نیول انصاف نه دی

د خپرېدو وخت

د پرځول شوي افغان ولسمشر، محمد اشرف غني، یو نژدې همکار او د ملي روغې جوړې شورا مرستیال، محمد اکرم خپلواک، وايي د تېر حکومت په ړنګېدو کې یوه کس ته د پړې ګوته نیول، د هغه په وینا، انصاف نه دی.

ښاغلي خپلواک په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې د جمهوریت د ړنګولو لپاره دوه کاله وړاندې هڅې پیل شوې وې، چې په وینا یې ځینې عاملان یې په دولت کې دننه او نور لاملونه یې بهرني وو.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، ولسمشر غني ورسره منلې وه چې د طالبانو په مشرۍ یوې ګډې ادارې ته به واک سپاري خو ناڅاپه له کابله ووت.

له واکه پر لرې کړل شول ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کېږي چې په نا څاپي توګه له کابله په وتلو سره یې د مخکيني نظام ړنګېدو ته لاره هواره کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، ولسمشر غني له کابله له وتلو یوه ورځ وړاندې ورته ویلي وو چې چمتو دی د طالبانو په مشرۍ یوې نوې اداره ته واک وسپاري، خو داسې یې ونه کړل او له افغانستانه ووت.

که څه هم وړاندې په خپله ښاغلي غني دا نیوکې ځواب کړې، خو د هغه یو پخوانی نږدې سلاکار او د سولې شورا مرستیال اکرم خپلواک پژواک خبرې اژانس سره تازه مرکه کې ویلي دا سمه نه ده چې ټوله پړه پر ښاغلي غني واچول شي.

ښاغلی خپلواک وايي: ''د جمهوریت د له منځه وړلو لپاره دوه کاله مخکې کار پیل شوی و. د نظام په دننه کې ناګهانه داسې کارونه کېدل چې د نظام د پښو وهلو په مانا وو. ''

ښاغلی خپلواک وايي لا هم وختي ده چې دوه نیمې میاشتې وړاندې ډراماتیکو بدلونونو په اړه څه وویل شي او باید پرېښودل شي چې مسلې لا ډېرې روښانه کړل شي.

دی وايي د ځینو کسانو شخصي رقابتونه د افغانستان د اوسني کړکیچ له لاملونو یو دی، چې په وینا یې: ''په دې کې له سیمه ییزو رقابتونو نیولې، تر نړیوالو رقابتونو پورې ټول شامل دي. ''

محمد اکرم خپلواک وايي:

''د ډاکتر صیب، خلیلزاد خپلې کړنې تر ټولو پوښتنو او نیوکو لاندې دي. متاسفانه د ځینو اشخاصو داخلي او شخصي خودغرضۍ د افغانستان د بحران له عاملونو یو دی. ''

طالبانو ویلي غوښتل یې د یوه جوړ جاړي له مخې کابل ته ننوځي، خو د امنیتي خلا په رامنځته کېدو دوی د اګست پر پنځلسمه اړ شول چې خپل وسله وال کابل ته واستوي.

خو ښاغلي غني ویلي د ده ژوند ته خطر وو نو ځکه دی له کابله ووت او نه یې غوښتل جګړه وشي.