تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ ۲۰ اوريزه نړيوال جام: انډريو فلاور د افغان لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی
د افغانستان کرېګټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کرېکټ ۲۰ اوريز نړيوال جام لپاره د زمبابوي پخوانی لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی انډريو فلاور سلاکار روزونکی ټاکل شوی دی.
انډريو فلاور د زمبابوې لپاره په ګڼو ټېسټ، يو ورځينو او شل اوريزو لوبو کې د لوبغاړي په توګه برخه اخيستې ده او د دې تر څنګ يې له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ۲۰۱۴ کال پورې د انګلنډ لوبډلې د روزنکي په توګه پاتې شوی دی.
انډريو فلاور په نړيواله کچه په د کرېکټ تجارتي ليګونو لکه ای پي اېل، پي اېس اېل، سي پي اېل او داسې نورو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
دا ګومارنه په داسې مهال شوې چې د افغانستان ملي لوبډله د شل اوريزو نړيوال جام سياليو لپاره قطر ته تللې چې له هغه ځايه به بيا متحده عرب اماراتو ته ځي.
د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام لوبې د متحده عربي اماراتو او عمان په شریک کوربتوب د روانې اکټوبر میاشت پر ۱۷ نېټه پېلېږي.
افغان کرېکټ بورډ دې سیالیو لپاره د محمد نبي په ګډون اتلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې، او ۴ احتیاطي لوبغاړي هم ورسره مل دي.
افغانستان به په خپل ګروپ کې د لومړي پړاو څخه د ورتلونکو دوو لوبډلو ترڅنګ له پاکستان، هندوستان او نیو زیلنډ سره هم لوبې کړي.
کرېکټ بورډ د سپتمبر میاشتې پر ۹مه نېټه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام ته ملي لوبډله اعلان کړه. خو له دې اعلان څو شېبې وروسته د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې پخوانی کپتان راشد خان له کپتانۍ لاس پر سر شو.
کرېکټ بورډ په سملاسي توګه له کپتانۍ د راشد خان استعفا ومنله او پر ځای یې محمد نبي د نړیوال جام لوبو لپاره نوی کپتان غوره کړ.