مسکو د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې کوربتوب کوي؛ د طالبانو استازي هم ور بلل شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، مسکو به د روانې اکتوبر میاشتې پر شلمه نېټه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

رویټرز خبري اژانس د ضمیر کابلوف له قوله ویلي، دې ناسته کې د افغان طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ښاغلي کابلوف د دې ناستې به اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي او دا هم مالومه نه ده چې نور کوم هېوادونه به پکې ګډون کوي.

د افغان طالبانو یو ویاند په دې تړاو د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې هکله مالومات کوي او وروسته به جزئیات شریک کړي.

روسي چارواکو داسې مهال دې ناسته کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره کړې چې مسکو لا هم افغانستان کې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پنجشنبه له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره افغانستان کې د روان وضعیت په اړه تیلیفوني خبرې کړې دي.

یاده دې وي چې روسیه سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لري او دې وروستیو کې یې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله پوځي حضور ډېر کړی دی.

د طالبانو لپاره ښه فرصت؟

پر کابل تر واکمنېدو وروسته دا به لومړی ځل وي چې د افغان طالبانو استازي د هېواد برخلیک او وضعیت په اړه په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.

د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو ویلي، د طالبانو کړنو او تګلارو ته به ګوري او وروسته به پرېکړه کوي چې په رسمیت وپېژندل شي او که نه.

یاده دې وي چې تېره مارچ میاشت کې هم مسکو کې د افغانستان په اړه د 'ټرویکا' هېوادونو ناسته شوې وه، چې پکې د روسیې په ګډون د چین، امریکا او پاکستان استازو ګډون کړی و.

دې هېوادونو هغه مهال په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، افغانستان کې د طالبانو 'اسلامي امارت' به ورته د منلو نه وي.

خو روسیه یو له هغو هېوادونو دی چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې دې ډلې سره نږدې اړیکې ساتلې دي.

همدا راز پاکستان او چین هم کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي او طالبانو سره 'غیر رسمي' خو نږدې اړیکې لري.

بیجينګ او اسلام اباد دې وروستیو کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید نړیوالې مالي ادارې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.