تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: زموږ پلان دا و چې بګرام وساتو او پنځه نورې اډې په بمونو والوځوو
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د ماموریت په تړاو خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پلان یې درلود چې بګرام هوایي اډه وساتي او هلته نورې پوځي اډې په بمونو ویجاړې کړي.
نوموړي ویلي، غوښتل یې چې بګرام اډه چین ته د نږدېوالي له کبله د ډېرو کلونو لپاره وساتي.
ښاغلي ټرمپ د شنبې پر شپه پر اوسني ولسمشر جو بایډن هم سختې نیوکې وکړې او له افغانستانه د امریکایي پوځيانو د ایستلو بڼه یې هم وغندله.
نوموړي وویل، د پوځیانو دا ډول ایستنه د اوسنۍ ادارې د 'د بې کفایتۍ تر ټولو وحشتناک مثال و'.
ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د سنا مجلس ته د نوماند او خپل ملاتړي هرشل واکر په کمپایني غونډه کې وکړې.
پخواني ولسمشر وویل: "موږ هلته یوه لویه او ښایسته پوځي اډه درلوده. میلیاردونه ډالره مو پرې لګولي وو. خو یوه شپه ورنه په داسې حال کې ووتلو چې ان څراغونه مو هم مړه نه کړل. ایا پوهېږئ چې زموږ ټول پوځي تجهیزات اوس د چا په لاس کې دي؟ د چین په لاس کې دي".
نوموړي همدا راز تور ولګاوه چې د ولسمشر بایډن ادارې د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پریښي دي.
"طالبانو زموږ خبره اورېدله"
د امریکا پخواني ولسمشر قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره د خپلو تیلیفوني خبرو یادونه هم وکړه.
نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د ده خبرې جدي نیولې او له ژمنو یې سرغړونه نه کوله.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "ملا برادر ته مې وویل، زموږ پر سرتېرو وار نشئ کولی. که مو وکړ نو داسې ځواب به درکړم چې په ټول عمر مو نه وي لیدلی. هغه راته غوږ و. په ۱۸ میاشتو کې یو امریکایی سرتېری هم ونه وژل شو. طالبانو زموږ خبره اورېدله".
هغه همدا راز تېره میاشت کابل هوایي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژنه هم وغندله.
ډونلډ ټرمپ وویل، له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو ګډه وډه چاره د دې پوځیانو د وژل کېدو لامل شوه.
نوموړي وویل، هېڅکله یې داسې نه غوښتل چې لومړی پوځیان له افغانستان وباسي او ولسي خلک دې هلته پاتې وي.
هغه همدا راز ادعا وکړه چې اوسنۍ ادارې یو شمېر داسې افغانان را ایستلي چې د امریکا ته د راوستلو جوګه نه، او اوس یې هلته جرمونه پیل کړي.
خو بله خوا اوسني ولسمشر جو بایډڼ له افغانستان د پوځیانو د ایستلو ننګه کړې او وایي، دا هر څه له ډونلډ ټرمپ ورته په میراث کې پاتې وو.
ښاغلی بایډڼ وایي، ده نه غوښتل چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه دې نوره دوام وکړي او د امریکایي پوځيانو یو بل نسل دې هم پکې ښکېل پاتې شي.