تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: باوري ادعاوې شته چې طالبانو د غچ په توګه کسان وژلي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د امنیت شورا په غونډه کې وویل سره له دې چې طالبانو په بېلا بېلو بیانونو کې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو او ملکي حکومتي کارکوونکو ته د عمومي بخښنې اعلان وکړ خو بیا هم داسې باوري ادعاوې شته چې د افغان امنیتي ځواکونو کسان د غچ په توګه وژل شوي.
ډېبورا لاینز د افغانستان د وضعیت په تړاو د امنیت شورا یوې غونډې ته وینا کې دغه راز د هغه څه په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې هغې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو د افغان کارکوونکو ډېرېدونکې ځورونه وبلله.
خو مېرمن لاینز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د طالبانو د نوي حکومت په تړاو له اندېښنو سره سره دې افغانستان ته د بشري مرستو رسول روان وساتي.
هغې ټینګار وکړ، چې په ځانګړې توګه خوراکي توکي او درملو ته اړتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
هغسې چې په افغانستان کې د یو شمېر خلکو اندېښنې د پخواني حکومت د مامورینو خوندیتابه، د بیان آزادۍ مخنیونکو هڅو او اقتصادي کړکېچ ته دي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا په غونډه کې هم تمرکز پر همدې مسایلو وو.
نوموړې دغه راز د پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو پر نیول کېدو او د طالبانو لخوا د کورونو پر تالاشي کولو هم اندېښنه څرګنده کړه.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په ځینو قضیو کې لاس لرل رد کړي او په اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده.
دغه راز مېرمن لاینز وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د افغان مامورینو ځورول دوام لري، خو په وینا یې د ګواښونو له دوام سره به ملګري ملتونه خپل فعالیت ته دوام ورنکړل شي.
اقتصادي وضعیت
په افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت خبرو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د اجنډا لویه برخه جوړوله.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د نوي حکومت په اړه له اندېښنو سره سره دې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او په دې چاره کې دې بیړه وکړي.
نوموړې وویل اوس مهال د روغتیا، خوراکي خوندیتابه، غیر خوراکي توکو او نظافت برخه کې بنسټیزو بشري مرستو ته په لویه کچه بیړنۍ اړتیا شته چې باید پوره کړای شي.
دغه راز مېرمن لاینز د افغانانو بد اقتصادي حالت د ژورې اندېښنې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې که پر افغانستان بندیزونه پر طالبانو د فشار اچولو په خاطر لګول کېږي یا دا چې د افغانستان لپاره بېلې شوې مرستې او پولي زیرمې بندېږي دا باید له یاده ونه وایستل شي چې ولسي افغانان ترې ډېر اغیزمېږي او دا کار د کډوالې د څپو لامل کېدای شي.
مېرمن لاینز وویل د افغانستان ملیاردونو ډالرو بهرنې پانګې ته لاسری بندول کولای شي چې د جدي اقتصادي ځوړ او په بې سارې ډول په هېواد کې د ولږې او بې وزلۍ سبب شي.
ملګرو ملتونو آټکل کړی که افغانستان کې روان بحران له مینځه لاړ نه شي نو ۹۷ سلنه وګړي به د بې وزلۍ د کرښې لاندې راشي.
مېرمن لاینز وویل ''د اقتصاد او ټولنیزم نظم د له مینځه تللو دمخنیوي په خاطر په بهر کې د افغانستان پانکې باید ورواستول شي خو په عین حال کې دا باید باوري کړای شي چې طالبان ترې ناسمه ګټه وانخلي. ''
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز وویل ''افغانستان له داسې خطر سره مخامخ دی چې کولای شي افغانستان څو نسله شاته وګرځوي. ''
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته امریکا د افغانستان ۹ ملیارده ډالر بهرنۍ پانګې ته لاسرسي بند کړ او تراوسه امریکا او متحدینو یې دې پېسو ته د افغانستان لاسرسی نه دی ازاد کړی.
دغه راز د پېسو نړیوال صندوق هم افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاخوا ۴۴۰ میلیونو ډالرو ته د طالبانو لاسرسی بند کړی دی.
پر حکومت نیوکې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د طالبانو د نوي حکومت پر جوړښت نیوکه وکړه او په وروستیو کې یې له ښځینه مظاهره چیانو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند وغانده.
مېرمن لاینز وویل د طالبانو په نوي حکومت کې یو شمېر کسان د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې شامل دي او د دې لست په اړه پر راتلونکو ګامونو باید د امنیت شورا پرېکړه وکړي.
د مېرمن لاینز ټینګار پر دې و چې همدا اوس باید پر وار دمخه خپور شوي بشري ناورین کار وشي چې په وینا یې کلیوالي سیمو کې یې ګڼ خلک له کړاو سره مخامخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د استازې په وینا د دې ناورین مخنیوي د بندیزونو د لري کولو په اړه سیاسي پرېکړو تر وخته نه شي ځنډول کېدای.
د امریکا دریځ
ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال استازي جیفري ډيلارنس په خپله وینا کې پر طالبانو غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د مامورینو امنیت ته دې پام وکړي، د خوراکي توکو د لوړو بېو او وچکالۍ په پام کې نیولو سره دې د بشري مرستو رسوونکو سازمانونو سره همکاري وکړي چې اړمنو افغانانو ته مرستې ورسېږي.
ښاغلي ډیلارنس د طالبانو اړوند پر نورو مسایلو څرګندونې ونه کړي خو پر طالبانو یې غږ وکړ چې هغو بهرنیانو او افغانانو ته چې له افغانستانه وځي د وتلو خوندي لاره برابره کړي.
نوموړي د طالبانو سرپرستې کابینې ته په اشارې وویل ''که یو نوی افغان حکومت خپلو ژمنو او مکلفیتونو هوډمن پاتې شي، هېوادو او سمې ته ثبات راولي، ټول ګډونوالی وښايي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتي موږ به ورسره کار وکړو. ''